د انجينري پوهنځي سيول څانګې څخه (۸۰) تنه محصلين فارغ شول.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۱:۱۶
123

نن پنجشنبه ۱۴۰۲ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۲مه نيټه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادي الاول مياشتې ۹مې نيتې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځي سيول څانګې څخه (۸۰) تنه محصلان فارغ شول.

په دې موخه هغه ناسته چې د پوهنتون امام ابو حنيفه رحمه الله په تالار کې را بلل شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه، د شيخ زايد پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د فارغو محصلانو خپلوانو او فارغېدونکو محصلانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون علمي مرستيال سيد اسماعيل روحاني په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين او غوندې ته راغلو ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ فارغو شویو محصلانو او د هغوی خپلوانو ته د فراغت مبارکي ورکړه.

m

ښاغلي روحاني د شيخ زايد پوهنتون په اړه لنډ معلومات او په تېرو دوو کالونو کې د پوهنتون لاسته راوړنو يادونه وکړه او زياته یې کړه چې شيخ زايد پوهنتون دا مهال د ډېرو تغيراتو او بدلونونو شاهد دی، د لوړو زده کړو وزارت د پلان مطابق کارونه پر مخ ځي او تل یې د لوړو مقاماتو غوښتنو او هدایتونو ته لبيک ویلی دی.

د انجينري پوهنځي رئیس پوهندوی ريدي ګل همدرد غونډې ته راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ فارغو شويو محصلانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او ويې ويل چې نن ورځ مونږ یو ځل بیا (۸۰) کادرونه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړل. نوموړي د انجينري پوهنځي په اړه لڼد معلومات وړاندې کړل او زياته یې کړه چې دا مهال د ټول هېواد په کچه په لویو پروژو کې کار کوي.

د خوست ولایت مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت په خپلو خبرو کې وويل، چې ديني او دنياوي علم دواړه ضروري دي، خو دیني علم د ټولو علومو اساس او بنسټ تشکيلوي، چې د دیني علومو په پام کې نيولو سره ټول علوم چې د انساني ژوند سره تړلي دي زده کړه یې ضروري ده.

m

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه په خپله وینا کې فرغېدونکو محصلانو، د هغوی دوستانو او د شيخ زايد پوهنتون رهبرۍ ته مبارکي ورکړه او زياته یې کړه؛ چې تاسو د خپل تخصص لومړۍ مرحله پای ته ورسوله او ستاسو ته د تخصص نورې مرحلې هم پاتې دي هغه ضروري تعقيب او خپل ځانونه په خپل مسلک کې ورسوئ.

m

نوموړي وويل چې تاسو بايد خپل تخصص ته د علم په نظر وګورئ، نه د کاروبار او د یو کسب په نظر، زمونږ او ستاسې کوښښ به دا وي، چې تل د خپل مسلک او علم سره تړلي پاتې شو، خپل مسؤليت یې وګڼو او هيڅکله په دې لاره کې د بې مسؤليتۍ احساس و نه کړو.

د يادو مراسمو په ترڅ کې د سيول څانګې محصلانو لخوا هغه پروژې چې د دوی له خوا ډيزاین شوي وې هم نندارې ته وړاندې شوې.

m

m

د غونډې په پای کې په فارغېدونکو محصلانو باندې تصديق پاڼې ووېشل شوې او غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسيده.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د ياد پوهنځي مهندسي څانګې څخه یو پنځوس(۵۱) تنو محصلانو د فراغت سندونه تر لاسه کړي وو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۳۲
Background image

افغانستان ته له ایران څخه د کډوالو ګواښ تمثیلي مطبوعاتي کنفرانس وړاندې شو.

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان میاشتې دویمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې له ۲۶مې نیټې سره سمون لري، د ژورنالېزم او او عامه اړیکو پوهنځي د عامه اړیکو څانګې درېیم صنف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۲۱
Background image

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان میاشتې دویمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې له ۲۶مې نیټې سره یې سمون درلود، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د اول ټولګي محصلانو ته د عملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۸:۳۴
Background image

د روان سمستر پای ازموینې به د سرطان مياشتې په څوارلسمه نيټه واخيستل شي.

ياده موضوع تېره ورځ یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې په لومړۍ، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرم مياشتې له ۲۵مې نيټې سره یط سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون په علمي شورا کې تایید. . .

BACK TO NEWS