له آزموینو څخه وړاندې د رامنځته کیدونکي پریشانۍ او اضطراب څخه خلاصون تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
ثلاثاء, ديسمبر 10 2024 12:24 مساء
یبثقف

یکشنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال د لیندۍ میاشتې ۱۱مه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې له ۲۹مې نیټې سره سمون لري، نوې لیلیې ودانۍ د غونډو په تالار کې محصلانو ته (له آزموینو څخه وړاندې د رامنځته کیدونکي پریشانۍ او اضطراب څخه خلاصون) تر عنوان لاندې سیمینار ارایه شو.

په سيمینار کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنیار مجاهد همت يار، استادانو او کڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د محصلانو چارو مرستيال پوهینار مجاهد همت يار خبرې وکړې او یاد سيمينار یې محصلانو ته په اوس وخت ګټور یاد کړ.

دغه سیمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد دوکتور پوهنمل احسان الله احسان لخوا وړاندې شو، چې د اضطراب تعریف، د آزموينې اضطراب نښې، د آزموينې اضطراب لاملونه، د آزموينې اضطراب درمنله او يو لړ نورو معلومات محصلانو ته ورکړل شول.

دا سیمینار چې د محصلانو چارو معاونیت لخوا برابر شوی و، د استاد لخوا د ګډونکوونکو پوښتنو ته د ځوابونو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS