د ورزش کمېټې مسؤلینو د پوهنتون له رئيس سره ناسته وکړه.

szu_admin
أحد, مايو 11 2025 3:45 مساء
kshrath

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۲۱مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له ۱۳مې نیټې سره سمون لري، د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د ورزش کمېټې غړو د پوهنتون له رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـانـ.ـي، چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار هم ګډون دلود، د محصلانو د ورزش برخې د لا پراختيا په اړه غونډه تر سره شوه.

په غونډه کې د ورزش د برخې ځینې ستونزو او پرمختګونو اړوند خبرې وشوې او د ستونزو د حل په موخه ځینې لازمې سپارښتنې او هدايات وشول، چې د ورزش کولو په وخت کې بايد پوره پام کې ونیول شي.

د يادولو ده چې د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت اړوند د ورزش مسؤلین او سپورت کمېټې د محصلانو د ذهني ودې، صحت او درسونو ته د محصلانو د تشويق په موخه بېلا بېلې لوبې ترتیبوي، چې همدا اوس یې د دوولسو پوهنځيو محصلانو تر منځ کرکټ سيالۍ په لاره اچولې دي، چې راتلونکو ورځو کې به یې پای لوبه د کرنې او اقتصاد پوهنځيو تر منځ تر سره شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS