افغانستان ته له ایران څخه د کډوالو ګواښ تمثیلي مطبوعاتي کنفرانس وړاندې شو.

szu_admin
ثلاثاء, يونيو 24 2025 11:32 صباحا
تمثیلي مطبوعاتي کنفرانس

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان میاشتې دویمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې له ۲۶مې نیټې سره سمون لري، د ژورنالېزم او او عامه اړیکو پوهنځي د عامه اړیکو څانګې درېیم صنف محصلانو د ظرفیت لوړونې په موخه په تمثیلي بڼه مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ.

یاد کنفرانس (افغانستان ته له ایران څخه د کډوالو ګواښ) تر سرلیک لاندې د محصلانو لخوا په تمثیلي بڼه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او بهرنیو چارو وزارت په استازوالۍ وړاندې شو.

په ورته مهال کې محصلان دا ډول پروګرامونه مؤثر ارزوي او په دې نظر دي چې دا پروګرامونه نه یوازې دا چې عملي برخه کې محصلان روزي بلکې نظري برخه هم پیاوړي کوي.

د یادونې وړ ده چې د پوهنتون لخوا محصلانو ته د عملي زده کړو او ظرفیت لوړونې په موخه بېلا بېل روزنيز پروګرامونه په لاره اچول کېږي، چې د محصلانو عملي زده کړو لپاره ډېر ګټور ثابت شوي دي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS