د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو ترسره کړي پروژې وړاندې کړې.

szu_admin
ثلاثاء, يوليو 01 2025 3:11 مساء
nnhbgvvfc

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له پنځمې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ترسره کړي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې وړاندې کړې.

په ياده غونډه کې د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب، د کمپيوټر ساینس پوهنځي استادانو او محصلانو ګډون کړی و.

د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منیب په خپله پرانيستونکي وينا کې خوښي څرګنده کړه چې محصلانو خپله تحصیلي دوره په ښه ډول په دې پوهنتون کې پای ته ورسوله، نوموړي د ټکنالوژۍ په اهميت او ارزښت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ؛ چې د ټکنالوژۍ په برخه کې داسې نوښتونه را منځته کړئ، چې د افغانستان سربېره ټول مسلمه امت په تاسو و وياړي.

د کمپيوټر ساينس پوهنځي دواړو څانګو (معلوماتي ټکنالوژي او معلوماتي سیستمونه) ته ۲۵ پروژې ورکړل شوي وې، چې محصلانو په ګروپي ډول کار تر سره کړ او د دوو ورځو په جریان کې یې به وړاندې کړي.

په يادو پروژو کې د پوهنتون اړوند ځینې ډاېټابېسونه او يو شمېر نورې ګټورې پروژې شاملې وې، چې د اړوندو محصلانو لخوا یې د ژوري هیئت په حضور کې دفاع تر سره شوه او مثبتې و ارزول شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS