د شیخ زاید پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
اثنين, نوفمبر 17 2025 2:01 مساء
hgbvghnmj

 د شيخ زايد پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو لپاره د شاخه بورۍ، پيوند، قلمه او د باغ ډیزاین تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو. 
 په دې سیمینار کې د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو مرستیال مفتي رضوان الله منیب محصلانو ته د اوسني عصر اړوند د کرنې په اړه وینا ترسره کړه؛ نوموړي پخپلو خبرو کې وویل چې زموږ هېواد تر بل هر څه زیات د کرنې په برخه کې اړتیا لري تر څو د کرنیزو حاصلاتو په برخه کې په ځان بسیا شو، د هېواد اقتصادي جوړښت، کاري زمینې مساعد کیدل، کرنیزو حاصلاتو، د اوسني عصر ټیکنالوژۍ او ماشینرۍ اړیکه له کرنې سره او اړوندو برخو کې ګټور معلومات وړاندې کړل.
په دغه سیمینار کې ګډونوالو محصلانو ته د شاخه بوري ارزښت، مثمره شاخه بوري، د شاخه‌ بوري وخت، وسایلو او اصولو په اړه عملي لارښوونې، د باغ ډيزاین او جوړښت، پراخولي، اندازې، د بوټو رنګ، لوړوالي او موسمي ځانګړتیاوو له مخې تنظیم، د لارې او چمن، ګلانو بسترونه، د دوو نباتاتو ترمنځ د پیوند لګولو، د نبات د لوړ کیفیت نسل، د تولید لپاره د پیوند ګټې او تخنیکونه، د قلمه اخیستلو طریقه، د ریښو د رامنځته کیدو شرایط (رطوبت، تودوخه، خاوره) د هورمونونو او مناسب چاپېریال رول او نورو برخو کې ګټور او بشپړ معلومات وړاندې او د ترینر استادانو لخوا د محصلانو پوښتنو ته مناسب ځوابونه وويل شول. 
ياد سمينار د محصلانو چارو معاونيت محصلانو د سمون او همغږۍ آمريت اړوند د رسنيو مرکز لخوا برابر شوی و، چې د استاد نامزد پوهنیار حکیم خان حقمل لخوا وړاندې شوږ
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS