د عامې روغتیا اړوند د کرونا کنترول ټیم د شیخ زاید پوهنتون له درسي خونو څخه لیدنه وکړه

szu_admin
اثنين, أغسطس 31 2020 4:52 مساء
د عامې روغتیا اړوند د کرونا کنترول ټیم د شیخ زاید پوهنتون له درسي خونو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا اړوند د کرونا کنترول ټیم د شیخ زاید پوهنتون له درسي خونو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا اړوند د کرونا کنترول ټیم د شیخ زاید پوهنتون له درسي خونو څخه لیدنه وکړه.
نن ورځ ( ۱۳۹۹/۶/۱۰ ) د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ چې د عامې روغتیا اړوند د کرونا ټیم غړي هم ورسره وو، د مختلفو پوهنځیو درسي خونو کې د محصلینو وضعیت له نږدې وڅاره.پدې ترڅ کې، اداري مرستیال په خپلو سپارښتنو کې محصلینو ته وویل " کرونا یو ساري رنځ دی، چې په لیلیه او صنفونو کې په تیزی سره خپریدلای شي نو لازمي ده چې د ډاکټر صاحبانو خبرې او هدایات په پام کې ونیول شي. ددې لپاره چې پوهنتون د بندیدو سره مخ نشي ، نو حتمي ده چې د روغتیا ټیم هدایاتو ته جدي پاملرنه وکړئ. همداشان کچېرې کوم ملګری مو درته شکمن ښکاریدو په بیړې سره د صنف یا د لیلیې نماینده ته خبر ورکړئ". ورپسې د عامې روغتیا ریاست د کرونا کنترول مسؤل داکټر ګل احمد شاه په درسي خونو کې د خپلو همکارانو په مټ محصلین د کرونا لپاره چک کړل او دوی ته یې د مخنیوي کلکې سپارښتنې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې محصلینو ته وویل چې په صنفونو کې د فزیکي فاصلې مراعتول ستونزمن دي، نو هر محصل ته ماسک اچول ( Mask is Must) او د لاسونو بار بار مینځل حتمي دي، تر څو د کرونا خپریدو مخنیوی شوی وي، کني خدای مه کړه تاسې به د کرونا خپریدو کې مساعدت کړی وي.هغه محصلینو ته وویل چې کچېرې مو په کوم ملګري د کرونا شک پیدا شو زر تر زره زمونږ سره پدې ( 0776275415) شمېره تماس ونیسئ" .په پای کې د پوهنتون رهبرۍ د راغلي ټیم څخه مننه وکړه چې د کرونا وژونکي وبا په خلاف مبارزه کې د خپل ولس ترڅنک ولاړ دي.
یاده دې وي چې د کرونا مخنیوي په پار د شیخ زاید پوهنتون لخوا سمینارونه، د خونو تعقیم او معلوماتي پاڼې وړاندې شوي دي.

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS