د شیخ زاید پوهنتون پخوانې رئیس مرحوم استاد دوکتور حضرت میرتوتاخېل فاتحه واخیستل شوه

szu_admin
خميس, ديسمبر 31 2020 1:40 مساء
نن ورځ د ۱۳۹۹ کال د جدي میاشتې په لسمه نیټه د خوست ښار اړوند ازادۍ مېنې مرکزي جومات کې د شیخ زاید پوهنتون ادارې، د مرحوم کورنۍ، قومي مشرانو او د توتاخېلو قومي شورا لخوا د مرحوم دوکتور استاد توتاخېل فاتحه واخیستل شوه.

د فاتحې په مراسمو کې د خوست ولایت والي صیب تورن جنرال مهمند کټوازي او د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي ترڅنګ خوست میشتو ولسونو، د پوهنتون استادانو او کارمندانو، د ښار اتحادیې مشرانو او نورو دولتي مامورینو ګډون درلود.

په یادو مراسمو د خوست والي مهمند کټوازي په خپلو خبرو کې د مرحوم دوکتور توتاخېل د خدماتو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه ’’که غواړی چې ستاسو نسلونه د استاد دوکتور توتاخېل په شان علمي کادرونه جوړشي، نو سولې ته کار وکړئ، ځکه چې د روانو ناخوالو څخه د وتو یواځینی لاره په علمیت ځان سمبالول دي”.

نن ورځ د ۱۳۹۹ کال د جدي میاشتې په لسمه نیټه د خوست ښار اړوند ازادۍ مېنې مرکزي جومات کې د شیخ زاید پوهنتون ادارې، د مرحوم کورنۍ، قومي مشرانو او د توتاخېلو قومي شورا لخوا د مرحوم دوکتور استاد توتاخېل فاتحه واخیستل شوه.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي هم د شیخ زاید پوهنتون په تأسیس کې د استاد دوکتور توتاخېل هلې ځلې نه هیریدونکې وبللې او هغه څه چې مرحوم د خپل علمي ژوند په دوران کې افغانې ټولنې ته کړیدي د خلکو په زړونو کې به د تل لپاره یاد ساتل کيږي.

د شیخ زاید پوهنتون د استادانو په استازیتوب پوهنوال محمدالله مندوزي او پوهاند بادشازار عبدالي لخوا د مرحوم دوکتور توتاخیل په ژوند او خاطراتو باندې لنډې خبرې وکړي او یاده یې کړه چې د مرحوم له برکته هېواد کې زیاته اندازه علمي کادرونه شتون لري

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS