شیخ الحدیث مسلمين راشد د شیخ زاید پوهنتون علمي او اداري کارکونکو ته د نوي رئیس په توګه د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شو.

szu_admin
سبت, نوفمبر 04 2023 11:14 صباحا
shaikh

شيخ زاید پوهنتون ته نوی رئیس معرفي شو.

شیخ الحدیث مسلمين راشد د شیخ زاید پوهنتون علمي او اداري کارکونکو ته د نوي رئیس په توګه د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شو.

m

هغه غونډه چې نن پنجشنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د عقرب مياشتې یوولسمه چې د ۱۴۴۵ هـ.ش کال د ربیع الثاني مياشتې له اتلسمې نيټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون امام ابو حنیفه رحمة الله په تالار کې رابلل شوې وه، د خوست ولایت جیدو علماء کرامو، د خوست ولایت والي الحاج ملا بسم الله عبدالله، د شیخ زاید پوهنتون نوی رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد، د خوست ولایت والي مرستيال مولوي محبوب شاه قانت، د خوست ولایت امنيه قوماندان حافظ عبدالرشید عمري، د پوهنې رئیس مولوي محمد انور دین پرور، د شیخ زاید پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو، اداري کارکونکو او محصلانو ګډون کړی و.

m

د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آيتونو له تلاوت وروسته د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال سید اسماعيل روحاني نوي رئیس او ورسره راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د شیخ زاید پوهنتون په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او ویې ویل؛ چې شیخ زاید پوهنتون د افغانستان په کچه د پوره علمي اعتبار څخه برخه مند دی او ان شاءالله چې دا اعتبار به په راتلونکي کې هم ساتي.

نوموړي نوي رئیس ته د پوهنتون په نماینده ګۍ د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته یې کړه، چې شیخ زاید پوهنتون علمي او اداري کارکونکي به لکه د پخوا په څېر خپلو چارو ته په پوره همغږۍ ادامه ورکوي او ستاسو هر آمر منلو ته به غاړه ږدي.

ښاغلي روحاني د شیخ صاحب مسلمين راشد د تقرر هغه حکم چې د اميرالمؤمنين په لاسلیک راغلی و، د غونډې برخه والو ته ولوست.

m

د شیخ زايد وهنتون نوي ټاکل شوي رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد هم غونډې ته عالمانه وینا وکړه او ویې ويل، چې دیني او عصري علوم دواړه د یو بل سره تړلي دي او دواړه د انسانیت تکميلونکي دي، نوموړي زياته کړه د دين او اسلام دښمنانو د تفرقې اچولو لپاره دیني او عصري علوم یو له بل سره جدا کړي و، چې حقیقت هيڅکله هم داسې نه دی، د انسان وجود د روحانيت چې اسماني ماده ده او ځمکنۍ مادې چې جسد دی، یوه ټولګه ده، دیني علوم یې روحانيت او عصري علوم د جسد تکميلونکی دی.

m

نوموړي ژمنه وکړه چې د شیخ زاید پوهنتون چارې به د پوهنتون علمي او اداري کارکوونکو سره په همغږۍ او همکارۍ پر وړي.

شیخ الحدیث افضل حسین حسیني په خپلو خبرو کې وویل، پوره باور لرم، د شیخ زاید پوهنتون نوی رئیس چې زه یې له نږدې پېژنم ډېر یو متدین، نيک او په کار پوه شخص دی، ان شاءالله ستاسو په همکارۍ به د پوهنتون کارونه په پوره صداقت او کاميابۍ سره په مخ یوسي.

د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت هم وینا وکړه، نوموړي د جـ هاد په دوران کې د ښاغلي راشد قربانیو يادونه وکړه او د شیخ زاید پوهنتون له ادارې ټولو علمي او اداري پرسونل څخه یې د شيخ صاحب سره د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.

m

غونډه د خوست ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد انور دین پرور لخوا د دعاء په ویلو سره پای ته ورسيده.

 

 

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

 

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS