د خوست والي له تدریسي روغتون څخه ليدنه وکړه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۲۷
ذداتړتذل

سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۲۷مې نیټې سره یې سمون درلود، د خوست ولایت والي الحاج مولوي عبدالله مختار د شيخ زايد پوهنتون له تدریسي روغتون څخه ليدنه وکړه.
د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقـ.ـاني محترم والي او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د تدریسي روغتون په اړه معلومات ورکړل.
د خوست ولایت والي الحاج مولوي عبدالله مختار چې د ولایت په کچه یو لوړ پوړي پلاوي یې ملتیا کوله، د تدریسي روغتون روغتیا پالانو هڅې یې وستایلې او زیاته یې کړه چې دا کدرونه زموږ تاریخي ویاړونه دي، د همت او حوصلې لرلو هدایت تر څنګ یې په خپله برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. 
نوموړي د تدریسي روغتون د بېلا بېلو برخو او ناروغانو څخه  ليدنه وکړه او د هغوی ستونزې او مشکلات یې واوریدل.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

برای شفاخانه تدریسی دواها ''دارو'' به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری شد.

برای شفاخانه تدریسی پوهنتون شیخ زاید، ۱۴۹ قلم دوا به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری گردید. در این دواهای خریداری‌شده، انواع مختلف دوا شامل است که با آن، دواخانه شفاخانه تدریسی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
Background image

ریاست تضمین کیفیت و اعتباردهی وزارت محترم تحصیلات عالی در سال ۱۴۰۲ هـ.ش پوهنتونهای معتبر کشور را بررسی و ارزیابی نمود

 که از جمله پنج پوهنتون معتبر کشور، اعتبارعلمی و اکادمیک خویش را بدست آورد، که خوشبختانه پوهنتون شیخ زاید در بین این پنج پوهنتون معتبر و بزرگ نیز جای دارد. بنا براین اساس در یک مجلس. . .

BACK TO NEWS