د شیخ زاید پوهنتون خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!

د شیخ زاید پوهنتون ټولو محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر درسونه د زمري میاشتې ۱۱مه نیټه، چې د شنبې ورځې سره برابره ده، رسماً پیلیږي.
له درنو محصلانو څخه هیله کېږي، چې په ټاکلي نیټه پوهنتون ته د درسونو لپاره حاضر شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت