د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
روف فرانسوي

د شيخ زايد پوهنتنون له یوولسو پوهنځیو څخه ۹۲۰ محصلان فارغ شول.

 

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په دغو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزير شيخ الحدیث مولوي نـ.ـداء محمد نـ.ـديم صاحب، د خوست ولايت والي مولوي عبدالرحمن حـ.ـقـ.ـاني صاحب، د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحديث مولوي محمدنسيم حـ.ـقـ.ـاني صاحب، د خوست ولايت بېلا بېلو رياستونو مسؤلينو، علماء کرامو، د شیخ زايد پوهنتون مرستيالانو، استادانو او د فراغو شويو محصلانو خپلوانو ګډون کړی و.

غونډې ته د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحديث مولوي محمدنسيم حـ.ـقـ.ـاني صاحب ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ فارغو شويو محصلانو ته او د هغوی خپلوانو ته مبارکي ورکړه، نوموړي د استادانو او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د مسؤلينو څخه مننه وکړه چې د شيخ زايد پوهنتون محصلانو په روزنه او اسانتياوو برابرولو کې د پوهنتون سره نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کړې دي.

همدارنګه یې محصلانو ته په خپلو مسلکونو کې د لا زياتو زده کړو، په خپلو مسؤليتونو کې د صداقت، ولس ته وفاداري، عدالت پلي کول، د اسـ.ـلامي ارزښتونو ساتلو او ټولنې ته د غوره خدماتو وړاندې کولو سپارښتنې وکړې.

د لوړو زده کړو وزير شيخ الحدیث مولوي نداء محمد نديم صاحب په خپله وينا کې د علم په اهميت او ارزښت باندې خبرې وکړې او ویې ويل چې علم انسان ته په نورو باندې لوړوالی ورکوي او کمال ته یې رسوي، هغه ټولنه چې علم پکې وي پرمختګ کوي د علم څخه پاتې ټولنه تل وروسته پاتې کېږي.

نوموړي محصلانو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو مسلکونو کې نور مخته لاړ شئ تر ماسټرا او دوکتورا پورې خپلې زده کړې مخته یوسئ، پخوا يوازې يوه د دوکتورا برنامه موجوده وه، چې اوس مهال الحمدلله زیاتې د دوکتورا او ماسټرا معیاري برنامې موجودې دي.

نوموړي وويل؛ چې د دیني علم تر څنګ عصري علم هم ډېر ضروري دی او دواړه یې یو د بل سره لازم او ملزوم وبلل او زياته یې کړه چې فارغو محصلانو د کار په پیدا کولو کې نـ.ـظام له لوري یوه کمېټه ټاکل شوې ده، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره په شريکه به فارغو محصلانو ته د کار فرصتونه رامنځته کوي او په محصلانو یې غږ وکړ چې په قاچاقي او خطرناکو لارو د ملک څخه و نه وزي او خپله انرژي په خپل وطن کې مصرف کړي.

د خوست ولایت والي مولوي عبدالرحمن حـ.ـقـ.ـاني صاحب په خپله وينا کې خوښي وښوده چې نن ورځ شاوخوا ۹۰۰ ځوانانو خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې او ټولنې لپاره به په خپلو مسلکونو کې خدمات وړاندې کړي.

غونډې ته د خوست ولايت د پوهنې رئيس شيخ الحديث مسلمين راشد صاحب او د خوست ولايت جـ.ـهـ.ـادي مدرسې د احادیثو استاد شيخ الحدیث افضل حسين حسیني صاحب هم ویناوې وکړې.

په پای کې ممتاز فارغ محصلان په ډالیو ونازول شول او غونډه د عاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 نېټه: پنجشنبه

۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر اتمه 

 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د اسد لومړۍ

 ۲۰۲۶ م کال د جولای ۲۳مه

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۰
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس پيل شو.

د طبي، ټولنيزو، طبیعي، انجنيري او ټکنالوژيکي علومو په برخه کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس نن پيل شو.

BACK TO NEWS