د کيفيت لوړونې اصلي کمېټه

پهٔ شيخ زايد پوهنتون کې د کیفيت لوړونې اصلي کمېټې د جوړېدو اساسي موخه دا ده چې د پوهنتون د کړنو کیفیت د منظم پلان جوړونې او ارزونې لهٔ لارې وارزوي او همدا ډول د کیفیت د لا ښهٔ والي لپاره مناسبې لارې چارې او وړاندیزونه وکړي.

هغه مهم فعالیتونه چې د کيفيت لوړونې اصلي کمېټه یې ترسره کوي، پهٔ لاندې ډول دي:

۱- د منظمو او دوامداره نوبتي او اضطراري غونډو تدوير

۲- د اعتبار اخېستنې او ساتنې پهٔ موخه د ترتيب شويو چکلېستونو تاييد او توزيع

۳- د نهاد پهٔ کچهٔ د عملياتي/ کاري پلانونو او پاليسيو کتنه او اصلاح او د تطبيق څخه يې نظارت تر سره کول.

۴- د اعتبار اخېستنې او ساتنې پهٔ موخه د خارجي بازنګرانو لهٔ خوا پهٔ نښه شويو نېمګړتياوو ته د رفع لپاره پلان جوړونه او د نېمګړتیاوو پوره کول.

۵- د نهاد پهٔ کچهٔ د معاونيتونو، آمريتونو، د ټولو علمي برنامو،  پوهنځيو رياستونو، فرعي کمېټو او اصلي کمېټو لهٔ کړنو نظارت ترسره کول.

۶- د نهاد پهٔ کچهٔ د کيفيت لوړونې پهٔ برخه کې روزنيز او د پوهاوي ورکشاپونه او سمينارونه وړاندې کول.

۷- د نهاد پهٔ کچهٔ  د تدریس او زدهٔ ‌کړې د لا ښه والي لپاره د شته لارو چارو ارزونه او بیا کتنه.

۸- د نهاد پهٔ کچهٔ د کيفيت لوړونې پهٔ برخه کې د ژمنو مسوولينو ستاينه

۹- خارجي بازنګرانو ټيم سره د اړتيا پرمهال همکاري کول.

۱۰- د علمي برنامو د دوره يي بيا کتنې PPR پروسې لپاره د پلان مطابق د برنامو انتخاب،  Panel جوړونه، انتخاب شويو مسوولينو ته د پوهاوي ورکشاپ دايرول او هم  يې لهٔ کړنو څخه نظارت تر سره کول.

۱۱- د نهاد پهٔ کچهٔ د ټولو علمي برنامو د ځاني ارزونې توحيدي ګزارش او هم د کلني څار توحيدي راپور جوړونه، تاييدي او لوړو زدهٔ کړو وزارت محترم مقام ته يې لېږنه.

د کمېټې تشکيل

۱- د پوهنتون رييس

۲-  د پوهنتون علمي مرستيال (د کمېټې مشر)

۳- د پوهنتون ټول مرستيالان (د کمېټې غړي)

۴- د پوهنځیو رييسان (د کمېټې غړي)

۵- د تدريسي روغتون سرطبيب (غړی)

۶- د کيفيت لوړونې آمر (د کمېټې مرستيال)

۷- د کيفيت لوړونې عمومي مدير(د کمېټې منشي).