د کيفيت لوړونې اصلي کمېټه
پهٔ شيخ زايد پوهنتون کې د کیفيت لوړونې اصلي کمېټې د جوړېدو اساسي موخه دا ده چې د پوهنتون د کړنو کیفیت د منظم پلان جوړونې او ارزونې لهٔ لارې وارزوي او همدا ډول د کیفیت د لا ښهٔ والي لپاره مناسبې لارې چارې او وړاندیزونه وکړي.
هغه مهم فعالیتونه چې د کيفيت لوړونې اصلي کمېټه یې ترسره کوي، پهٔ لاندې ډول دي:
۱- د منظمو او دوامداره نوبتي او اضطراري غونډو تدوير
۲- د اعتبار اخېستنې او ساتنې پهٔ موخه د ترتيب شويو چکلېستونو تاييد او توزيع
۳- د نهاد پهٔ کچهٔ د عملياتي/ کاري پلانونو او پاليسيو کتنه او اصلاح او د تطبيق څخه يې نظارت تر سره کول.
۴- د اعتبار اخېستنې او ساتنې پهٔ موخه د خارجي بازنګرانو لهٔ خوا پهٔ نښه شويو نېمګړتياوو ته د رفع لپاره پلان جوړونه او د نېمګړتیاوو پوره کول.
۵- د نهاد پهٔ کچهٔ د معاونيتونو، آمريتونو، د ټولو علمي برنامو، پوهنځيو رياستونو، فرعي کمېټو او اصلي کمېټو لهٔ کړنو نظارت ترسره کول.
۶- د نهاد پهٔ کچهٔ د کيفيت لوړونې پهٔ برخه کې روزنيز او د پوهاوي ورکشاپونه او سمينارونه وړاندې کول.
۷- د نهاد پهٔ کچهٔ د تدریس او زدهٔ کړې د لا ښه والي لپاره د شته لارو چارو ارزونه او بیا کتنه.
۸- د نهاد پهٔ کچهٔ د کيفيت لوړونې پهٔ برخه کې د ژمنو مسوولينو ستاينه
۹- خارجي بازنګرانو ټيم سره د اړتيا پرمهال همکاري کول.
۱۰- د علمي برنامو د دوره يي بيا کتنې PPR پروسې لپاره د پلان مطابق د برنامو انتخاب، Panel جوړونه، انتخاب شويو مسوولينو ته د پوهاوي ورکشاپ دايرول او هم يې لهٔ کړنو څخه نظارت تر سره کول.
۱۱- د نهاد پهٔ کچهٔ د ټولو علمي برنامو د ځاني ارزونې توحيدي ګزارش او هم د کلني څار توحيدي راپور جوړونه، تاييدي او لوړو زدهٔ کړو وزارت محترم مقام ته يې لېږنه.
د کمېټې تشکيل
۱- د پوهنتون رييس
۲- د پوهنتون علمي مرستيال (د کمېټې مشر)
۳- د پوهنتون ټول مرستيالان (د کمېټې غړي)
۴- د پوهنځیو رييسان (د کمېټې غړي)
۵- د تدريسي روغتون سرطبيب (غړی)
۶- د کيفيت لوړونې آمر (د کمېټې مرستيال)
۷- د کيفيت لوړونې عمومي مدير(د کمېټې منشي).