مسلکي پراختیا مرکز

د مسلکي پراختيا مرکز لنډه پېژندنه:

د لوړوزده کړو وزارت هر وخت هڅه کوي ترڅو په ښه کیفیت مسلکي او په کار پوه کادرونه د ټولنې اړتیاوو ته په کتو و روزي، په پوهنتونونو کې د استادانو د مسلکي پوهې او علمي سویې د لوړولو لپاره اوږدمهاله او لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو ته اړتيا ده او د لوړو زده کړو په ټولو مؤسساتو کې بايد هغه اسانتیاوې مهیا کړل شي، چې د ښه تدریس، زده کړو، څېړونو، ښه رهبري، مدیریت او داسې نورو برخو کې اړينې وي. په تېرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي. لکه: د کیفیت د تضمین پروسې ایجادول، د استادانو له پاره د ماسټري او دوکتورا ترکچې دعلمي درجې د لوړولو له پاره د علمي برنامي برابرول، په لنډ مهاله علمي برنامو کې د پوهنتون استادانو ګډون، د تدریس د کیفیت د ښه والي له پاره د OBE-SCL برنامو ایجادول، د نوي عصر سره سم په تدریس او زده کړو کې د ټیکنالوژۍ کارول (د بريښنائي او Online زده کړو د پروسو شروع کول)، د څېړونو لپاره د مرکزنو ايجادول، خصوصي سکتورونو ته د لوړوزده کړو په برخه کې د فعالیت اجازه ورکول او داسې نور ډېر فعالیتونه ترسره شوي دي.

د لوړوزده کړو وزارت د لوړو زده کړو دپرمختیايي پروګرام (HEDP) په مرسته نه یوازې د استادانو بلکې د اداري او تخنیکي کارکوونکو د مسلکي پوهې د لوړولو او د اوسني تحصیلي سیسټم دمعیاري کولو له پاره یو بل مهم اقدام کړی، چې هغه په پوهنتونونو کې دمسلکي پرمختیايي مرکزونو (PDC) ایجادول دي. دا مرکزونه به په تدریس او زده کړه، د ښې رهبرۍ او مدیریت، څېړونو او نورو تخنیکي برخو کې د استادانو او کارکوونکو مسلکي پوهه د لازمو مسلکي روزنیزو برنامو او امکاناتو په برابرولو، مدیریت کولو او ارزولو کې کار کوي.

شېخ زايد پوهنتون د هېواد په کچه د لوړوزده کړو وزارت یو له لويو او مهمو پوهنتونونو څخه دی او ښې لاس ته راوړنې د ځان سره لري، چې د مهمو لاس ته راوړنو له جملې څخه د شېخ زايد پوهنتون د علمی معاونیت په چوکاټ کې د ۱۳۹۷ کال د شروع سره سم د مسلکي پراختيا مرکز تشکیل او خپل فعالیت یي پیل کړی. د PDC مرکز د وزارت او پوهنتون اهدافو او ستراتېژیو ته په کتو د خپلو ستراتېژیکو لیوالتياوو په ټاکلو سره خپل لرلید، رسالت او موخې ټاکلي او په لاس ته راوړلو کې به يې خپله پوره پوره هڅه کوي.

د مسلکي پراختیا مرکز امريت>>

د مسلکي پراختیا مرکز لرلید رسالت او ارزښتونه>>

دمسلکي پراختيا مرکز اداري جوړښت

دPDC  مرکز د ۱۳۹۸ کال د جدي (۱۶-  ۱۸) درې ورځينی ورکشاپ چې په لوړو زده کړو وزارت کې داير شوی ؤ د ټولو مرکزونو لپاره لاندې تشکیل تآئيد شو.

ذکر شوي مرکزونه په خپل تشکیل کې یو مسؤل، دوه اداري کارکوونکي، یو اجیر، او مشورتي بورډ لري. د مرکز مسؤل او مشورتي بورډ به د پوهنتون په تشکیل کې د علمي کادر غړي وي، ترڅو وکولی شي په ښه ډول چارې مخ ته بوځي. دPDC  مرکز اداري جوړښت په لاندی اورګانوګرام کې په تفصیل سره ښوول شوی او د وظایفو لایحې یې تشریح شوي دي.

د PDC مرکز مسؤلیتونه

  1. د PDC مرکز لیرلید، رسالت او موخو ته درسېدو لپاره د پوهنتون د ستراتېژیو سره سم د چارو پرمخ وړل.
  2. د روزنیزو پروګرامونو له پاره اوږد مهاله، کلني، شپږ میاشتني او میاشتني پلانونو ترتیبول.
  3. د پوهنتون علمي، اداري او محصلانو چارو معاونیتونو، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو او د مرکزونو د مسؤلیتونو سره په تفاهم په علمي، اداري او تخنیکي برخو کې د مسلکي روزنیزو برنامو جوړول.
  4. د شېخ زايد پوهنتون د فیلیالونو (Filial) سره په اړونده برخه کې کار کول.
  5. د عوایدو ترلاسه کولو په موخه د خصوصی لوړو زده کړو مؤسساتو، دولتي او غیر دولتي ادارو ته روزنیز پروګرامونه دایرول
  6. د PDC مرکز او روزنیزو برنامو د تمویل له پاره د داخلي او خارجي مرستندویانو سره اړیکې ټینګول.
  7. د روزنیزو برنامو مدیریت، ترتیب، ثبت نام، ارزونه او تصدیق پاڼې ورکولو چارې مخ ته وړل.
  8. استادانو ته د تدریس او زده کړې (OBE-SCL)، څېړنو او رهبري په برخه کې مسلکي روزنیز پروګرامونه برابرول.
  9. مسلکې روزنیز کنفرانسونه (OBE-SCL، څېړنې، بریښنایي زده کړې) په لاره اچول او په هغوي کې ګټونکي (Champions) په ګوته کول.
  10. د ادارې او تخنیکي کارکوونکو له پاره په اړوندو برخو کې لازم روزنیز پروګرامونه چمتو کول.
  11.  د علمي برنامو او موادو د شریکولو له پاره د Content Management System (CMS) یا د موادو (محتوا) د مدیریتي سیسټم کارول.
  12.  د علمي او مسلکي برنامو له پاره منظم ډېټا بیس درلودل.
  13.  د روزنیزو برنامو په بشپړېدو سره استادانو او کارکوونکو ته د تصدیق پاڼو ورکول.
  14.  د روزنیزو برنامو ارزیابي کول.
  15.  د پوهنتون علمي معاونیت ته په منظمه توګه کړنليک ورکول.
  16. استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د مسلکي او حقوقو اخلاقو لنډ مهاله ټرېننګونو برابرول.

دPDC  د مسؤل دندې

  1. د PDC مرکز دندې په مسؤلیت سره سرته رسول.
  2. اهدافو ته د رسېدو په موخه د مياشتني، ربعوار او کلني پلانونو جوړول او پشنهادول.
  3. د روزنیزو مسلکي پروګرامونو عملي کول او مدیریت.
  4. د مرکز د فعالیتونو په اړه د پوهنتون رهبري په ځانګړي توګه علمي معاونیت ته راپور ورکول.
  5. د روانو پروګرامونو څارنه او نظارت.
  6. د مرکز د عوایدو د ترلاسه کولو له پاره هڅې کول.
  7. د PDC د پرمختګ او روزنیزو برنامو د تمویل د پاره د مرستندویه ادارو سره اړیکې ټینګول.
  8. د پوهنتون د رهبري، پوهنځیو، څانګو او مرکزونو سره اړيکه ساتل.
  9. د پوهنتون د ننه او بهر په اړونده غونډو کې فعاله برخه اخېستل.
  10. د مشورتي بورډ په مشوره د روزنیزو پروګرامونو په ګوته کول او په لاره اچول.
  11. د مشورتي بورډ فیډباک د پوهنتون رهبري سره شريکول.
  12. د PDC سټاف څخه منظمه څارنه.
  13. معاونيت علمي ته کړنليک ورکول.
  14. د انکشافي پلان جوړول او د هغې تطبيق
  15. د محصللانو مسلکي مهارتونو په اړه د رياستونو او لوړو زده کړو وزارت سره د جلساتو نيول

​ د اداري کارکوونکو دندې

  1. د پوهنتون د ستراتېژيک پلان مطابق هفته وار، ماهوار، ربعوار او کلني کاري پلانونو ترتيبول او پرمخ وړل.
  2. د ټاکل شويو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د ترلاس لاندې پرسونل مديريت او رهبري.
  3. د پوهنځيو او اړوند څانګو د درسي بهير او علمي چارو څخه څارنه او همکاري.
  4. د کيفيت د لوړاوي په موخه په نوي کړنلارو او طريقو باندې کار کول او د کيفیت د لوړاوي په موخه دپوهنځيو درسي بهير او علمي چارو څخه د نړيوالو معيارونو او اوږدمهاله برنامو  مطابق څارنه.
  5. د شېخ زايد پوهنتون د پوهنځيو او اړوند څانګو لپاره د کيفيت د لوړاوي په موخه د فارمټونو، فورمونو او داسې نور د کنټرول او نظارت اړوند اسنادو ترتيب او توزيع.
  6. د کيفيت د کنټرول آمر سره د نوي ميتودونو، برنامو او طريقو د نظارت او بررسي  په نتيجه کې د درسي او علمي موضوعاتو اړوند ستونزو کې همکاري.
  7. د پوهنځيو تدريسي جريان مشاهده کول
  8. نورې دندې چې د اړوند آمر له خوا د کيفيت د کنټرول په اړه ورسپارل کیږي
  9. د پوهنتون د پوهنځيو او مختلفو څانګو منسوبینو لپاره د تدريسي او علمي چارو اړوند د کيفيت څخه د کنټرول پرنسيپونو او د کنټرول طريقو په اړه د عامه پوهاوي سيمینارونو او ورکشاپونو دايرول.
  10. د نورو دندو اجراء چې د لوړو مقاماتو لخوا ورته سپارل کیږي
  11. د مرکز د مسؤل د نه موجودیت په صورت کې د مرکز چارې سمبالول.
  12. د مسؤل سره د مرکز دعوایدو په لاس ته راوړلو کې مرسته کول.
  13. د روزنیزو پروګرامونو له پاره لوجیستکي اسانتیاوې تنظیمول.
  14.  د روزنیزو پروګرامونو اسناد ساتل او پروسیس کول.
  15.  اداري چارې مخته بیول.
  16. د غونډو د منشي په توګه کار کول.

مشورتي بورډ

پېژندنه

د PDC مرکز يو مشورتي بورډ لري، چې د مرکز د رسالت په پوره کولو کې مرسته کوي، ددې مشورتي بورډ موخه د مسلکې روزنیزو برنامو د پاره د لارښوونو او مشورو ورکول دي. د بورډ غړي د اوسني عصر سره سم، د اړتیا مطابق او د پوهنتون موخو ته په کتو لازم روزنیز پروګرامونه پیشنهادوي، ترڅو په اړونده ساحه کې مسلکي پوهه لوړه او د وخت سره سم ظرفیت لوړونه شوي وي. د بورډ غړي به د تدریس او زده کړو د نویو میتودونو، رهبري او مدیریت، څېړونو او نورو اړخونو کې پوه، ماهر او مسلکې اشخاص وي، ترڅو وکولای شي دروزنیزو پروګرامونو په پلانولو، لمړيتوب ټاکلو او ارزولو کې ښه رول ولوبوي او د مرکز د پرمختګ سبب شي.

لرليد

شېخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیايي مرکز مشورتي بورډ به د پوهنتون په کچه د استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکې وړتیاوو د پرمختیا یو مخکښ مرکز وي.

رسالت

په تخصصي برخو کې استادان او کارکوونکو ته د هراړخیزو اړینو سرچېنو په کارولو سره د لازمو او نویو مهارتونو، کړنو او کړنلارو انتقالول او زمينه برابرول.

موخي

  • په علمي او تخنیکي برخو کې د لازمو مسلکي پرمختګونو په اړه بحث او وده ورکول
  • نویو پرمختګونو او تجاربو لېږدولو ته زمينه برابرول
  • د تدریس، زده کړو او څېړنو د کیفیت لوړول
  • د ښه مدیریت او ښې رهبرۍ مهارتونو ته زمينه برابرول
  • د روزنیزو پروګرامونو د لارې د عوایدو لاس ته راوړل
  • په ملي او نړيواله کچه د اعتبار لوړولو له پاره هڅې کول
  • د استادانو او کارکوونکو مسلکی وړتیاوو د ودې په موخه هڅې کول
  • د اړینو مهارتونو د لېږد لپاره د فرصتونو برابرول
  • د تحصیلي سیستم معیاري او اوس مهالنی کولو له پاره هڅې کول
  • د پوهنتون د ستراتېژیک پرمختګ او بریاوو لړۍ ګړندۍ کولو له پاره هځې کول

د مشورتي بورډ(Advisory Board)  دندې

  1. د مرکز په غونډو کې په منظمه توګه ګډون.
  2. د مرکز ستراتیژیک او عملیاتي پلانونو په جوړولو کې د پوهنتون د لرلید، رسالت، اهدافو او ستراتېژیو سره سم په اړوندو برخو کې خپله پوهه او مشورې شریکول.
  3. په پوهنتون کې د ښې رهبرۍ، مدیریت، تدریس، زده کړو او تخنیکي چارو د پرمختګ او مسلکي کېدلو لپاره د روزنیزو برنامو د پلان کولو په برخه کی مشورې ورکول.
  4. د روزنیزو برنامو څارنه او په اړه يې خپل نظریات او وړاندېزونه د مرکز سره شریک کول.

د مسلکي پراختيا پاليسي د مشورتي بورډ په (۱۱/۶/۱۳۹۹) نېټه غونډه کې چې د پروتوکول شمېره يې ( ۷ ) ده او د پوهنتون علمي شوری د ( ۲۵/۸/۱۳۹۹) نېټه غونډه کې چې پروتوکول شمېره يې (۸۶۵ - ۸۵۰) ده د رايو په يوالي تائيد شوه.