د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست مسؤلینو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینې څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۰:۴۹
تالفبقی

 تېره ورځ دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال رجب المرجب مياشتې له ۱۲مې نيټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ارزیابۍ او برابرۍ رئیس شیخ الحدیث غوث الدین خالد او د پکتیا ولایت عبد الله بن مبارک رحمه الله جامعې او تخصصاتو رئیس شیخ الحدیث محمد اکبر فضلي چې د یادې ازموینې اعلی نګران مولوي محمود الحسن محمود یې ملتیا کوله، خوست ولایت کې د دیني علومو عالیې او عالمیې دورو د فاضلانو کلنۍ ازموینې څخه نظارت ترسره کړ.

اړوندو مسؤلینو لخوا د ازموینې صحنې مثبتې وبلل شوې او د پاتې ازموینو سحنو د لا منظمو اخیستلو باندې ټینګار وشو.

دا چې یادې کلنۍ ازموینې شنبه ورځ پیل شوې، نن درېیمه ورځ یې په خیر سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۲۰
Background image

د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال لومړنۍ رهبري شورا ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې نهمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

BACK TO NEWS