د شرعیاتو پوهنځی لرلید او رسالت

لرليد (Vision)

شرعياتو پوهنځی به په سيمه ييزه، ملي او نړيواله کچه د شرعي او قضايي علومو په برخه کې د مسلکي کادرونو په روزلو  د  هېواد او سيمې د ودې لپاره د خدماتو په وړاندې کولو کې د يوې معياري پوهنځی موقف ولري.

رسالت (Mission)

شرعياتو پوهنځی به د خپل اکاډميک ماموريت په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت د قانون مطابق خپل کړېدلي ملت ته د ښوونيز، مسلکي، قضايي، حقوقي او عدلي چوپړ په موخه مسلکي او وړ کادرونه وړاندې کړي، څو د هېواد او سيمې په کچه معياري خدمات وړاندې کړي.

ج- ارزښتونه (Values)

  1. د هېواد دیني او ملي ارزښتونو ته بشپړه ژمنتیا، صداقت، ځواب ويونکي او مسلکي کېدنه.
  2. معياري او باکيفيته لوړې زده کړې.
  3. په ملي کچه د اړتیاوو پربنسټ د قضایي او عدلي ادارو لپاره مسلکي کادرونو روزل.
  4. د ابتدائیه، متوسطه، لیسه او نیمه عالي لوړو زده‌کړو لپاره ښوونکي او استادان روزل.
  5. د هېواد پالنې په روحيه مسلکي مبلغین او مرشدین روزل.
  6. له هر ډول تبعيض څخه ډډه کول.
  7. د افغانستان په کچه په علمي ډګر کې یوه غښتلې اکاډمیکه  او په عدل ولاړه اداره رامنځ ته کول.
  8. په ټولنه کې د څېړنې فرهنګ دودول.
  9. په کارونو کې شفافيت او د فساد مخنيوی.

د شرعياتو پوهنځي لرليد او رسالت د شرعياتو پوهنځی په (۹) ۴/ ۶/ ۱۳۹۷ګڼه غونډه کې ترتيب شوی او د پوهنتون علمي شورا په  (۱۳ )۲۴ /۶/ ۱۳۹۸ ګڼه غونډه کې تاييد شوی دی. 

د شرعياتو پوهنځی روزنيزې موخې

په اسلامي عقيده، ملي ارزښتونو او د هېوادنۍ مينې په روحيه د ټولنې د اړتياوو او د مارکيټ د غوښتنو مطابق مسلکي او په کار پوه کادرونه، قاضيان، استادان، ښوونکي، مبلغين، مدافع وکيلان او حقوقي مشاورين وړاندې کول.

همدا ډول د علمي څېړنو د مهارتونو غوړیدا، په ټولنه کې د ناوړه دودونو او خرافات مخنېوی او د بشپړ اسلامي فکر پراختیا، چې د انسانانو اړیکې د خپل پالونکې ذات او بشري ټولنې سره ټینګې او د دنیاوي نعمتونو څخه سالمه ګټه پورته کړي.

<کورپاڼه