د شيخ زايد پوهنتون رهبري ټاکل شوي هیئت د دعوت خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۴۲
lkjmnhjkbnj

تېره ورځ ماسپیښین مهال د شيخ زايد پوهنتون رهبري هیئت د شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني په مشرۍ د دعوت خصوصي پوهنتون له چارو څخه څارنه تر سره کړه.
هغه ناسته چې د یاد پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو سره برابره شوې وه، د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني په خپله وینا کې د صورت او سیرت، محصلانو ته د لا په عملي زده کړو برابرولو په اړه خبرې وکړې او د ستونزو په حل کې یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
همدارنګه د تدریسي بهیر، نصاب، ټولګیو، عملي زده کړو مرکزونو، صورت او سيرت، تضمين کیفيت چارو، علمي او تحقیقي موضوعاتو، فرهنګي چارو، فرمانونو او رهبري پرېکړو له تطبیق څخه څارنه تر سره کړه.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

BACK TO NEWS