د شيخ زاید پوهنتون معلوماتي کتلاګ چاپ شو.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۶
mnjhbgvcv

د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند نشراتو او عامه اړیکو آمریت له لوري د شيخ زايد پوهنتون معلوماتي کتلاګ په ښکلي سکښت او رنګه کاغذ باندې په ۱۳۶ صفحو کې، چې د پوهنتون په اړه بېلا بېل معلومات پکې ځای پر ځای شوي دي، چاپ شو.

ياد معلوماتي کتاب کې د پوهنځيو، کمېټو، تشکيل، نصاب، خدماتو او د نورو برخو په اړه معلومات ځای پر ځای شوي دي، چې د وزارت اړوند رياستونو، ټولو تحصیلي نهادونو او اړوندو ادارو ته لېږل شوی دی.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پوهنتون معلوماتي بروشر هم چاپ شوی و، چې د پوهنتون په اړه بېلا بېل لنډ معلومات پکې راټول شوي دي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د څېړنې ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد او خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو ته د څېړنو ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS