د شیخ زاید پوهنتون له عمومي کتابتون سره د قرانکریم د تفسیرونو مرسته وشوه

szu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۱۰:۳۴
د شیخ زاید پوهنتون له عمومي کتابتون سره د قرانکریم د تفسیرونو مرسته وشوه

د شیخ زاید پوهنتون له عمومي کتابتون سره د قرانکریم د تفسیرونو مرسته وشوه.

د خوست ټولنیز او مرستندویه بنسټ لخوا د شیخ زاید پوهنتون کتابتون سره د ۱۶ جلده تفسیرچې په پښتو ژباړل شوې، مرسته وشوه، چې یاده مرسته د الکوزي نړیوال شرکت لخوا یاد ټولنیز او مرستندویه بنسټ سره شوي وه.

د شیخ زاید رهبرۍ لخوا یاده مرسته په خوښی سره ومنل شوه، له یاد بنسټ او د الکوزي نړیوال شرکت څخه یې مننه وکړه او هېله یې څرګنده کړه، چې دې ډول مرستو لړۍ جاري وساتل شي.

یاد بنسټ ډاډ څرګند کړ، چې د ویني بانک، امبولانس خدمات او د پوهنتون اجیرانو سره به د خوراکي او غیرخوارکي توکو مرستي وکړي.

پاتې د نه وي چې د شیخ زاید پوهنتون او خوست ټولنیز او مرستندویه بنسټ ترمنځ به په راتلونکي کې د همکاریو هوکړه لیک هم لاسلیک شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS