د کادري روغتون چارو څخه څارنه ترسره شوه

szu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۳:۲۳
SZU

د شيخ زايد پوهنتون رئيس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نيازي د شیخ زايد پوهنتون د تدريسي روغتون له چارو څخه لیدنه وکړه، ښاغلي نيازي د ياد روغتون د روغتيایي کارکوونکو او ناروغانو ستونزې له نږدې واورېدې او د حل لپاره یې ژمنه وکړه، نوموړي د یاد روغتون د کارونو د لا ښه کیدو لپاره د ياد روغتون روغتيایي او اداري کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

SZU
د يادولو وړ ده چې د شيخ زايد پوهنتون تدريسي روغتون تېر کال د (I.C.R.C) مؤسسې د پوهنتون سره په هماهنګۍ په مالي کومک فعاليت پیل کړی، چې تر دې دمه یې هېوادوالو ته په زياته اندازه صحي خدمات وړاندې کړي دي او په دوامداره توګه هره ورځ سلګونه بې وزله ناروغان د ياد روغتون له صحي خدماتو څخه برخمن کیږي.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهندسي څانګې محصلانو پروژې وړاندې کړې.

د شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي مهندسي څانگې پنځم ټولگي محصلانو ترسره کړي پروژو د یوې غونډې په ترڅ کې وړاندې کړې.

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي سیمينار ورکړل شو.

نن يکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د زمري میاشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۹مې نیټې سره برابره ده، شيخ زايد پوهنتون کې د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي لارو چارو تر عنوان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۹:۸
Background image

د شیخ زاید پوهنتون خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!

د شیخ زاید پوهنتون ټولو محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر درسونه د زمري میاشتې ۱۱مه نیټه، چې د شنبې ورځې سره برابره ده، رسماً پیلیږي.

له درنو محصلانو څخه. . .

BACK TO NEWS