د کيفيت لوړونې آمريت دندې او مسؤليتونه
د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو د مقررې، معیارونو او نورو تقنيني اسنادو سره سم، د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو پروګرامونو تنظیمول؛ څو پهٔ اړوند تحصیلي بنسټ کې د اعتبار ورکولو بهیر پلی شي.
اساسي دندې
۱. د ملي او نړیوالو معیارونو لهٔ مخې د اعتبار ورکولو فارمټونو طرحه او ترتیب؛ څو د اعتبار ورکولو پهٔ بهیر کې اسانتیاوې رامنځته شي.
۲. د ستراتیژو د تطبیق، د کارکوونکو سمې لارښوونې او د اجرااتو پهٔ بهیر کې د شفافیت رامنځته کولو پهٔ پار، د کيفيت لوړونې آمریت د کاري میکانېزمونو او طرزالعملونو پهٔ جوړولو کې همکاري.
۳. په اړونده پوهنتون کې د کيفيت تضمين او اعتبار ورکولو پروسې د تطبيق پهٔ موخه د ستونزو او خنډونو پېژندنه او پهٔ دې برخه کې د کارپوهانو راپورونو تحليل.
۴. د نهاد پهٔ کچه د ځانارزونې او نورو اعتبار ورکولو مرحلو پهٔ اغېزمنه توګه د پلي کولو پهٔ موخه، د میکانېزمونو او طرزالعملونو د جوړولو پهٔ اړه مشورې ورکول.
۵. د ځانارزونې بهیر او نورو اړوندو اعتبار ورکولو مرحلو څارنه؛ څو د اعتبار ورکولو پهٔ پروسه کې لا زیات شفافیت تضمین شي.
۶. د نهاد پهٔ کچه د ځانارزونې راپور تحلیل، د هغه پایلې د کيفيت لوړونې اصلي کمېټې او د پوهنتون د علمي شورا لهٔ تاييد وروسته تضمين کيفيت ریاست ته لېږل.
۷. پهٔ پوهنتون کې د اعتبار ورکونې د ټولو مرحلو د عملياتي پلانونو د تطبيق پهٔ منظور د ستونزو او خنډونو پېژندنه او د کارپوهانو د راپورونو تحليل.
۸- د نهاد پهٔ کچهٔ د علمي کادر غړو او کارمندانو د مسلکي مهارتونو لوړولو پهٔ موخه د ورکشاپونو او سمينارونو دايرول.
۹- د اړوندو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پهٔ موخه د اجرااتو ارزونه او د روزنیزو اړتیاوو ټاکل.
۱۰- د کيفيت تضمين اړوندو فعاليتونو د اسانتيا پهٔ موخه د نهاد پهٔ کچهٔ ټولو برخو سره همغږي او همکاري.
۱۱- د کيفيت تضمين اړوندو فعاليتونو د اسانتيا او د کیفیت تضمین سیستمونو پهٔ اغېزمن ډول پلي کولو پهٔ موخه د نهاد پهٔ کچهٔ ټولو ادارو سره د اړيکو ټينګښت.