شيخ زايد پوهنتون کې د مونوګرافونو د دفاع لړۍ پیل شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۵۳
bfghdurynvhg

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له پنځمې نیټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ په ترڅ کې نن ورځ د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د اتلسمې دورې محصلانو د مونوګرافونو څخه د دفاع غونډه تر سره شوه.

په دغه غونډه کې چې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي رئیس سربېره استادانو، ژوري هیئت او کڼ شمیر محصلانو ګډون کړی و، د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل محمد یوسف ثاقب په خپله وینا کې د محصلانو لیکنې او هڅې د قدر وړ وبللې او په یاده برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د ژوري هیئت له لوري د محصلانو مونوګرافونه مثبت وارزول شول او غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شيخ زايد پوهنتون عمومي مسجد کې استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو ته اصلاحي بيان تر سره شو.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له ۲۲مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون عمومي مسجد کې د ماسپیښین له لمانځه څخه وروسته د نبي کريم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۴
Background image

محصلانو ته د مسلکي اخلاقو تر عنوان لاندې سیمینار پیل شو.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۲۲مې نيټې سره برابره ده،

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۹:۱۵
Background image

د شيخ زايد پوهنتون دوو ماسټري برنامو لپاره ازموينه واخیستل شوه.

نن جمعه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد میاشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له ۲۱مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د دوو ماسټري برنامو(د جزا حقوق او جرم پېژندنه او پښتو ژبه. . .

BACK TO NEWS