د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلانو لخوا ادبي څپ غونډه ترسره شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۲:۴۱
قفلاتن

سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش د لړم مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له درېیمې نېټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د (ادبي څپ) تر نوم لاندې د لېکچرونو، کره کتنې او د مشاعرې غونډه ترسره شوه.

ياده غونډه کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنیار مجاهد همت یار، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل سید مرجان سروري، استادانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، غونډه په درېیو پړاوونو کې ترسره شوه، چې لیکچرونو، کره کتنې او مشاعرې ته ځانګړي شوي وه.

د قرآن الکريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې آمر پوهندوی ظاهر شاه زهیر د ادبي څپ په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل:((څپ د غلو یا نورو دانو چاڼ کول دي او ادبي څپ هم هغه لیکچرونو، کره کتنې مشاعرې او داسې نورو موضوعاتو څخه عبارت دی چې چاڼ شوي وي.))

د محصلانو چارو مرستيال مجاهد همت یار هم د ادبیاتو په اهمیت وغږېد او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له محصلانو څخه یې مننه وکړه چې دا ډول غونډې ترتيبوي او د ورته برنامو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

ادبي څپ تر عنوان لاندې غونډه په لومړي ځل د ۱۳۹۸ هـ.ش کال د ثور په میاشت کې ترسره شوې وه، نننۍ غونډه یې پنځم ځل دی، چې ترسره کېږي.

نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهندسي څانګې محصلانو پروژې وړاندې کړې.

د شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي مهندسي څانگې پنځم ټولگي محصلانو ترسره کړي پروژو د یوې غونډې په ترڅ کې وړاندې کړې.

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي سیمينار ورکړل شو.

نن يکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د زمري میاشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۹مې نیټې سره برابره ده، شيخ زايد پوهنتون کې د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي لارو چارو تر عنوان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۹:۸
Background image

د شیخ زاید پوهنتون خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!

د شیخ زاید پوهنتون ټولو محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر درسونه د زمري میاشتې ۱۱مه نیټه، چې د شنبې ورځې سره برابره ده، رسماً پیلیږي.

له درنو محصلانو څخه. . .

BACK TO NEWS