د علمي ژورنالونو په انلاین بڼې د انکشاف په موخه ناسته ترسره شوه.

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري ۲۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۱۶مې نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون علمي ژورنالونه په انلاین بڼې د انکشاف په موخه د کمپيوټر ساینس پوهنځي د وروستي کال محصلانو او د علمي څېړنو معاونیت اړوند علمي مجلې د آمریت کارمندانو ترمنځ ناسته ترسره شوه.
د پلان له مخې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د وروستي کال محصلان به روان سمستر د خپلو پروژو د تکمیل لپاره د شیخ زاید پوهنتون علمي ژورنالونو ته انلاین ویبپاڼې ډیزاین کوي. د شیخ زاید پوهنتون علمي مجلې آمریت د ۱۴۰۴هـ.ش کال په خپل انکشافي پلان کې په نظر کې لري، چې د شیخ زاید پوهنتون داخلي ژورنالونه انلاین کړي او د نړیوال ژورنال لپاره جواز واخلي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت