د علمي مرستيال ژوندليک

 

پوهنیار نورالله حسین خیل

ګرځنده شمیره: ۰۷۷۱۴۲۴۶۹۲ 

ايمېل: noorullahhussainkhil55@gmail.com

ژوند لیک

محترم پوهنیار نورالله حسین خېل د محمد الله زوی د مرحوم نیک محمد لمسی په قوم حسین خېل په ۱۳۷۱ کال د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ د زړې کلا کلي په یوه غریبه دینداره او مجاهده کورنۍ کې دې فاني دنیا ته سترګې غړولي دي، ټول ژوندې یې له علماو، روحانیونو او پوهانو سره په صحبت او خدمت کې تیر کړی ده. ښاغلي حسین خېل خپلې ابتدایي او ثانوي زده کړې د موسهي ولسوالۍ په موسهي سفلا عالي لیسه کې سرته رسولي دي، په ۱۳۸۹ کال کې د یادې لیسې څخه په اعلي درجه فارغ شوی دی. نوموړي د ۱۳۸۹ کال کانکور ازموینې له لارې د شیخ زاید پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کیمیا او بیولوژي څانګې ته بریالی شو او له یادې څانګې څخه په ۱۳۹۳ کال کې د عمومي اول نمره په درجه فارغ شو. په ۱۳۹۶ کال کې یې د شیخ زاید پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا څانګې په کادري ازموینه کې ګډون وکړ، چې په ياده ازموینه کې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د کیمیا په څانګه کې د نامزاد پوهنیار په رتبه د استاد په توګه  تقرر ترلاسه او په ياده څانګه کې د شپږ میاشتني بریالي تدریس وروسته د لوړو زده کړو وزارت له لوري په فوق العاده بورس باندې د ایران هیواد ته ولیږل شو او په ۱۴۰۰ کال کې یې د ایران هیواد د ایلام نړیوال پوهنتون څخه د عضوي کیمیا په څانګه کې د ماستري سند تر لاسه کړ، د ۱۴۰۰ کال په اواخرو کې بیرته هیواد ته راستون شو. په ۱۴۰۰ کال کې د شیخ زاید پوهنتون په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د منظوري له مخې د کیمیا څانګې د آمر په توګه وټاکل شو له اته میاشتنې آمریت وروسته د لوړو زده کړو وزارت په غوښتنه او د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزاء د ځانګړي حکم په اساس د شیخ زاید پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د  رئیس په توګه وټاکل شو له اوه میاشتنې ماموریت وروسته یو ځل بيا د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز او د رئیس الوزارء د بل ځانګړي حکم په اساس د شیخ زاید پوهنتو د علمي چارو مرستیال په توګه وټاکل شو، چې اوس مهال د یاد پوهنتون د علمي مرستیال په توګه خپله مقدسه دنده پر مخ وړي، محترم حسین خيل د خپلو اداري چارو ترڅنګ په خپله تخصصي او علمي برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لري، چې د هغې له جملې څخه څلور نړیوالي مقالې چې په ډیرو معتبرو ژورنالونو کې چاپ شوي دي هم لري، د دې تر څنګ دوه مطبوع عملي اثار چې یوېې د درملو عضوي کیمیا په نوم ده او بل یې عضوي کیمیا درېیمه برخه ده نوي له چاپ څخه را وتلي دي.