د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا خپله نوبتي ناسته تر سره کړه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۴:۱۰
نتړدداذدړ

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۵مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني په مشرۍ، چې د پوهنتون ټولو مرستيالانو او رئيسانو ګډون درلود تر سره شوه.
په ياده غونډه کې د تېرې غونډې د پرېکړو تطبیق ګزارش سربېره د پوهنتون معاونیتونو د دویمې ربعې ګزارشونو، د معاونيتونو اړوند ټولو آمريتونو او د پوهنتون اصلي کمېټو د کاري/علمیاتي پلانونو د دویمې ربعې ګزارشونو، د یو شمېر استادانو د ترفېعاتو په دوسیو، د ښوونې او روزنې پوهنځي د یو تن استاد قراردادي دندې په اړه بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.
نشراتو او عامه اړکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۴۱
Background image

د اسلامي شریعت له نظره د افرادو اساسي حقوق او وجایب تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

نن دوشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې ١٧مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۹مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون امام ابوحنیفه رحمه الله غونډو تالار کې د اسلامي شریعت له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۶:۲۸
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا غونډه تر سره شوه.

نن دوشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې لسمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۲مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۲۰
Background image

د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال لومړنۍ رهبري شورا ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې نهمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS