د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په مشرۍ پلاوي د شيخ زايد پوهنتون له رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو سره ناستې تر سره کړې.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۴۶
دعتوت او ارشاد غونډه

په يادو ناستو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت صاحب، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ رئيس مولوي فضل کريم صدیقي صاحب، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون درلود.
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت په خپلو ويناوو کې د علم ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې او زياته یې کړه الله جل جلاله چې چا ته علم ورکړی؛ نو مسؤليت یې هم ورسره ورکړی دی، مونږ او تاسې بايد د خپلې وظیفې حق په هغه ډول ادا کړو چې الله جل جلاله پرې راضي کېږي، نوموړي وويل استاد باندې لازمه ده چې محصلان په اسـ.ـلامي فکر وروزي او د کمال خوا ته یې لارښود کړي، نه دا چې له کمال څخه یې را وګرځوي.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ رئيس مولوي فضل کريم صدیقي په خپلو خبرو کې وويل چې دا نـ.ـظام زمونږ او ستاسې د سرلوړۍ او نېکبختۍ لپاره کار کوي، چې قوانين یې د قرآن او احادیثو څخه سرچينه اخلي، منل او تطبيقول یې لازمي دي، مونږ او تاسو باید په نبوي سنتو ځان برابر کړو، محصلانو ته مثبت فکر ورکړو، دیني او ملي ارزښتونو ته یې متوجې کړو، همدارنګه نوموړي د ظاهر په اصلاح باندې  ټینګار وکړ او زياته کړه چې د ظاهر اصلاح باطن ته سرايت کوي.
غونډه د شرعياتو پوهنځي رئيس شيخ الحدیث مفتي عاصم برهاني لخوا د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول ۱۷مه 
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې نهمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

د تدریس اغېزمن مېتودونه او د ټولګي مدیریت تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په دې ورکشاپ کې به اغېزمن تدریس، تدریس مهم عناصر، موخې، د یوه فعال او اغېزمن ښوونکي ځانګړنې، ټولګي مدیریت، وخت مدیریت، ټولګي د پیل مدیریت، مثبت تقویت کارول او نورو موضوعاتو باندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۴۲
Background image

اداري او خدماتي کارکوونکو ته یو ورځنی د اور وژنې ورکشاپ وړاندې شو.

په یاد ورکشاپ کې د اطفايې پېژندنه، د پېښو ډولونه، طبیعي او غیر طبیعي پېښې، د اور وژنې ډبې استعمال، وقایه، مجادله، نجات، د اورلګېدنې ضررونه، د اورلګېدنې رامنځته کېدو علتونه او نورو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۳:۵۰
Background image

د انجینري پوهنځي مهندسي څانګې محصلانو کابل ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زاید پوهنتون انجينري پوهنځي مهندسي څانګې ۳۰ محصلانو د دوو تنو استادانو تر لارښوونې لاندې مرکز کابل ته د علمي سفر په ترڅ کې د بېلا بېلو ځايونو څخه لېدنه وکړه.

BACK TO NEWS