شيخ زاید پوهنتون کې د عربي ژبې له بریالیو نوماندانو څخه د اسلامي ثقافت تحریري ازموینه واخیستل شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۲:۲۲

نن ورځ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د صفرالمظفر د مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۰۱ ل .ل کال د وږي مياشتې ۲۲ نېټې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون کې د اسلامي ثقافت له هغو نوماندانو څخه چې د عربي ژبې په ازموینه کې بريالي اعلان شوي وو، تحریري ازموینه واخېستل شوه.

یاده ازموینه چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه او د یاد وزارت د کادري د ازموینو مسؤل مفتي محمد سعید په حضور کې واخېستل شوه، چې د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي انجینر همایون معاویه ترڅنګ د شخ زاید پوهنتون مرستیالانو، د پوهنتون د کادري ازموینې کميټې استادانو او ژورنالستانو ګډون درلود.

1

په سرکې د قرآن عظیم الشان څو مبارک ایاتونه تلاوت شول، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال ښاغلي پوهنمل عبدالطیف رحیمي د ازموینې طرزالعمل په لنډ ډول تشریح کړ او زياته یې کړه، چې ازموینه به د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو د طرزالعمل مطابق جریان مومي.

یاده ازموینه په ارامه او ازاده فضاء کې د لوړو زده کړو وزارت او د شیخ زاید پوهنتون د رهبرۍ لاندې د رسنیو په حضور کې په پوره شفاف ډول واخېستل شوه.

د یادولو وړ ده چې، یادې ازموینې ته ۱۲۳ علمأء کرامو ثبت نام کړی و، چې په شرایطو برابر ۹۸ کسانو څخه تېره ورځ د عربي ژبې ازموینه اخیستل شوي وه، چې نن ورځ بیا هم د ۷۲ بريالیو کسانو څخه تحریري ازموینه واخیستل شوه.

پاتې د نه وي چې د نننۍ ازموینې د بریالیو کسانو څخه به د پنج شنبې په ورځ تقریري ازموینه اخیستل کیږي.

د اـ اـ ا تل په دې هڅو کې ده، چې د یوې روښانه او شفافې پروسې په ترڅ کې ۲۳ علمأکرام د یادو بستونو لپاره مقرر کړي.

د نشراتو،اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 دلته د شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې ته تللی شۍ!

 

2

 

انجینر همایون معاویه3

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۳۰
Background image

له ښکېلو خواوو سره د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس پیل شو.

نن يکشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۱۶مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت اړوند څېړنو آمريت له لوري د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د لابراتوارونو څخه د لیدنې هیئت د شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

نن شنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۱۵مې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اداري او زېربنا رئیس قاضي محمد ادریس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.


 چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۱۲مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث. . .

BACK TO NEWS