خپرونو اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
لرلید: (Vision)
د عامه اړیکو امریت د غوره رهبري، ټولنیزپرمختګ، د عامه اړیکو ستراتیژي او د مؤثر ارتباط را منځته کولو لپاره کار کوي. یاد امریت به په راتلونکي کې د شیخ زایدپوهنتون هر ډول لاسته راوړنو او فعالیتونو د لا ښه والي په موخه د عامه ذهنیت د روښانتیا، عامه اړیکو رامنځته کولو او هر ډول معلوماتو خپرولو یوه غوره مرجع وي.
رسالت: (Mission)
شیخ زاید پوهنتون خپرنیز ارګان تل هڅه کوي، چې د شیخ زاید پوهنتون لاسته راوړنې او ستونزې په وخت سره دټولنیزو شبکو، ویب سایت، فسبوک پاڼې او فسبوک پوستغالي ترڅنګ علمي مجلې، معلوماتي بروشر،کتلاک ، بولټن، د لارښود بورړډونو، دعامه پوهاوي بورړدونو او مهالنۍ مجلې له لارې د لوړو مقاماتو، علمي مراکزو او ولسونو سره شریک کړي.
د نشراتو او ټولنیزو شبکو له لارې د عامه ذهنیت جوړونې او په ټولنه کې د رغنده رول په درلودلو سره د عامه اړیکو امریت تل هڅه کوي، چې یادې موخې ترلاسه کړي.
د عامه اړیکو امریت د لاندې چاپي او بریښنايي رسنیو څخه د پوهنتون بېلابېل معلومات خپروي.
۱) علمي مجله: د مهالویش او پلان مطابق چاپیږي او د علم مینوالو تنده پرې تر یوځایه خړوبه شوې ده.
۲) د پوهنتون خبري او فرهنګي مهالنۍ مجله: د پوهنتون اړوند لاسته راوړني، راپورونه او نور بېلابېلو موضوعات پکې خپریږي، د پلان مطابق په منظم ډول چاپېږي.
۳) ویب سایت، فسبوک پاڼې، فسبوک او بولټن: له لارې د شیخ زاید پوهنتون لاسته راوړنې او نور اړین نشرات ترسره کیږي.
۴) د پوهنتون معلوماتي کتلاک او بروشر: د پوهنتون په اړه پکې ټول اړین معلومات ځای په ځای شوي دي.
ژمنه
د افغانستان اسلامي جمهوریت، د لوړو زده کړو وزارت د ټولو قوانینو او مقرراتو مطابق، اسلام، هېواد، خاورې او ولس ته خدمت کول.
پیغام
ګرانو ورورنو او خویندو د عامه اړیکو امریت ستاسې سلامتیا او پرمختګ هیله کوي، د ډېر لوی مهربانه ذات څخه غواړو چې په افغانستان کې د سولې او ارامۍ فضاء قایمه شي.
اتحاد او یووالی مو د بریا تر پولو رسولی شي، هیله ده چې تل یو موټی او متحد پاتې شی.
شماره | نوم | تخلص | دنده | اړیکه | بریښنالیک | عکس |
---|---|---|---|---|---|---|
1 | عبدالرحیم | هاتف | آمر | 0777974342 | Abdulrahim.hatif1998@gmail.com | |
2 | قریب الرحمن | قریب | د خپرونو عمومي مدیر | 0707239323 | qaribrahman123@gmail.com | |
3 | رؤف ګل | یارمل | د عامه اړیکو مدیر | 0765662525 | raufkhanmangal@gmail.com | |
4 | نور محمد | انقلابي | د علمي مجلي مدیر | 0777791653 | Noor.enqelabi@gmail.com | |
6 |