د شیخ زاید پوهنتون معاون اداري لنډه پېژندنه:

مولوي محمد شفیق رشاد د نواب خان زوی چې په ۱۳۶۱ ل.ل کال د خوست ولایت د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالی د علیوات کلې په یوه دینداره او متدینه کورنۍ کې د فاني دنیا ته سترګې وغړولي.

کله چې سرو روسانو په افغانستان په بي رحمانه ډول یرغل وکړ، نوموړي له خپلې کورنۍ سره پاکستان هیواد ته مهاجر او د هجرت له ستونزو او کړاوونو ډک ژوند یې هلته سرته ورساوه.

نوموړي ابتدائیه زده کړې د اسماعیل خیلو او مندوزیو څړبن عالي او نمونوي غوره لېسه کې تر متوسطې پورې سرته رسولي دي.

دیني ابتدائیه زده کړې يې د خپل کلي ملا امام څخه حاصلي او پاتي نوري دیني زده کړې یې په خپل ګران هیواد افغانستان او ګاونډی هیواد پاکستان کې بیلابیلو ځایونو کې سرته ورسولي.

په ۱۳۸۵ کال د خوست مدرسي طلباء کرامو د اتحادیې عمومي مسؤل وټاکل شو او په کال ۱۳۸۷ ل.ل کال پوري د همدي اتحادیې عمومي ناظم او په پای کې د همدې اتحادیې د صدر په حیث شو.

ښاغلي رشاد د مدرسي موقوف علیه(وړه دوره) په خوست ولایت د امداد العلوم لټک مدرسه کې په ۱۳۸۶ ل.ل کال کې سرته ورسوله او درجه عالیه(لویه دوره) یې د پاکستان صوبه سرحد د سراج الاسلام کاهي مدرسه کې په ۱۳۸۷ کال کې ترسره او  د فراغت سند یې تر لاسه کړ او په ۱۳۹۴ کال د خوست ولایت د عبدالله خان تڼي عالي دارلمعلمین د تعلیمات اسلامي څانګې څخه د کادر درجه کې فارغ شو او په ۱۳۹۶ کال کې دخوست شیخ زاید پوهنتون د شرعباتو پوهنڅي د تعلیمات اسلامي څانګې څخه د کادر درجه کې فارغ شو..

 

نوموړي په ۱۳۹۲ کال کې د اسماعیل خیلو او مندوزیو څړبن عالي لېسه کې د لیسې دورې اسلامیاتو د تدریس برخه کې مقدسه دنده پیل کړه او هم تر څنګ یې د خوست طلوع افتاب لوړو زده کړو مؤسسه کې له ۱۳۹۶ تر ۱۳۹۹ کال د اسلامي ثقافت مضامینو د تدریس چارې پرمخ بیولي دي او هم یې په یاده برخه کې د پامیر لوړو زده کړو مؤسسې سره د تدریس خدمت ترسره کړ.

ښاغلی  رشاد د خپل کلي د جمعې مسجد خطابت له ۱۳۹۶ تر ۱۴۰۰ کال پوري په پوره صداقت او ایماندارۍ سره وکړ.

په ۱۳۹۹ کال کې د خوست ولایت د امارت اسلامي لخوا د تحصیلات عالي د شورا غړي په حیث دنده ترسره کړه.

له سیاسي بدلون وروسته ښاغلي رشاد د شيخ زاید پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه د امارت اسلامي لخوا رسمي دنده پیل کړه چې تراوسه پوري یې نوښتګرې هڅې جریان لري.

په درنښت

بېرته لاړشۍ!