د محصلانو چوپړتیاوو سمون امریت

 

 

د عملي زده‌کړو کړنلاره (پروسیجر)           

کال: ۱۳۹۹

سریزه

لوړو زده‌کړو بنسټونه د ځوانانو او نویو زلمیو د تحصیل او تجربو تر لاسه کولو مرکزونه دي. دا چې شیخ زاید پوهنتون هم د لوړو زده‌کړو یوه دولتي  موسسه ده، چې د هېواد د ځوان نسل د رزونې، مسلکي او تحصصي مهارتونو په لوړولو باندې کار کوي، تر څو سالم او باتجربه کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د دې لپاره چې محصلان عملي زده‌کړو ته د معرفي کېدو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ نه وي او په وخت یې د عملي زده‌کړو لپاره تیاری نیولی وي، دغه پروسیجر یا کړنلاره ترتیب شوه، هیله ده ګران محصلان له دې پروسیجر څخه په استفادې د عملي زده‌کړو درې میاشتنۍ دوره پای ته ورسوي او اړین مهارتونه ترلاسه کړي

د پوهنځیو محترم ریاستونه به په دې برخه کې اغېزمن ثابت شي چې برحاله محصلانو ته دا پروسیجر له ممکنه لارو څخه په ګټه اخیستنه ورسوي او هغوی ته یې د لارښود استاد پرمټ تشریح او توضیح کړي.

یادونه: محصلان کولی شي، دغه پروسیجر شیخ زاید پوهنتون له ویب‌سایټ څخه هم ترلاسه او ډاونلوډ کړي.

عملي زده‌کړو ته د محصلانو د معرفي‌کولو پروسیجر (کړنلاره)

  1. محصل د برنامې په وروستي ټولګي کې وي او برحال  وي.
  2. محصل د کار زده‌کړې اداره له وړاندې پيدا کوي او د هغې ادارې لیکلې موافقه تر لاسه کوي.
  3. محصل له برنامې او پوهنځي څخه د محصلانو خدمتونو سمون آمریت ته د لاندې جدول په پام کې نیولو سره معرفي کیږي.
  4. محصل لومړۍ په پوهنځي کې ځان په دې ډاډمنوي چې محصلانو خدمتونو سمون آمریت ته معرفي شوی دی.
  5. محصل د محصلانو خدمتونو د سمون آمریت مهالوېش ترلاسه کوي او له مهالوېش سره‌سم مراجعه کوي.
  6. محصل د عملي زده‌کړې دورې لپاره ترتیب شوی ژمن‌لیک لومړۍ ډکوي او بیا یې لاسلیکوي.
  7. محصل د محصلانو خدمتونو د سمون له آمریت څخه مکتوب په دوو کاپیو کې ترلاسه کوي؛  یو مکتوب د محصلانو خدمتونو د سمون آمر له خوا لاسلیک کیږي، له هغې وروسته دواړه مکتوبونه د محصل له خوا محصلانو چارو مرستیال ته وروړل کېږي، تر څو د محصلانو چارو مرستیال له‌خوا لاسلیک شي. د محصلانو چارو مرستیال تر لاسلیک وروسته د پوهنتون محترم ریاست ته د لاسلیک او مهر (ټاپې) په  موخه وړل کیږي؛ د پوهنتون د محترم رییس له لاسلیک او مهر وروسته مکتوبونه بېرته د محصلانو خدمتونو د سمون آمریت ته، د صدور په منظور وړل کېږي.
  8. د محصلانو خدمتونو د سمون آمریت یاد مکتوبونه د صادره او وارده په کتاب کې درجوي او له صدرو وروسته یو اصل مکتوب نوموړي محصل ته رسماً تسلیموي، په داسې ډول چې نوموړی محصل د صادرې په کتاب کې لاسلیک کوي او له لاسلیک وروسته یو اصل مکتوب محصل له ځانه سره اړوندې ادارې ته وړي او دویم مکتوب (مینوټ) د محصلانو خدمتونو د سمون امریت ته سپاري.
  9. محصل لاک‌بوک (د محصلانو د عملي زده‌کړو د ګزارش کتاب) له ځانه سره لري او یا یې د محصلانو خدمتونو د سمون له آمریت څخه په سافټ ډول تر لاسه کوي. (کولی شي له سایټ څخه یې ډاونلوډ کړي.)
  10. محصل درې میاشتنۍ د عملي زده‌کړې دوره په اړونده اداره کې پای ته رسوي او هر ورځ د لاک‌بوک کتاب ډکوي، لومړۍ یې خپله لاسلیکوي او بیا یې په خپل لارښود او مسول کارکوونکي لاسلیکوي او دې عمل ته تر هغې ادامه ورکوي چې درې میاشتنۍ دوره پای ته ورسیږي.
  11. د علمي زده‌کړې دورې په پای کې لاک‌بوک کتاب لومړۍ محصل او ورپسې د اړوندې ادارې لومړۍ درجه مسول (رییس) لاسلیک او مهر (ټاپه) کوي.
  12. په وروستي پړاو کې محصل له نوموړې ادارې څخه د رسمي لیک په ذریعه، چې د ادارې د لومړۍ درجه مسول له‌خوا لاسلیک او مهر شوی وي، بېرته شیخ زاید پوهنتون ته راوړي.
  13. محصل نوموړی مکتوب لومړۍ شیخ زاید پوهنتون ریاست محترم مقام ته وړي، ریاست مقام یې محصلانو چارو معاونیت ته راجع کوي او محصلانو چارو معاونیت یې د محصلانو خدمتونو د سمون آمریت ته راجع کوي.
  14. محصلانو خدمتونو د سمون آمریت له محصل څخه لیک او لاک‌بوک کتاب تر لاسه کوي.
  15. د محصلانو خدمتونو د سمون آمریت د معرفي شوي محصل مکتوب او ګزارش د رسمي لیک مل اړوند پوهنځي ته لیږي او د محصل د عملي زده‌کړو دوره پای ته رسېږي.

ګڼه

نوم

د پلارنوم

پوهنځی

دېپارتمنت

ټولګی

د کار زده‌کړې اداره

تلیفون شمېره

کتنې

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

          لاګ بوک