د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لرلید رسالت ارزښتونه

(Vision)لرلید

د ژبو او ادبياتو پوهنځی چې اوس مهال پنځه ګونې څانګې لري او د هېواد بچيانو ته په علمي ډګر کې خدمات وړاندې کوي، په راتلونکې کې به دغه پوهنځی د هېواد او نړۍ له پرمختللو پوهنتونو سره توآميتونه ولري او تر دې به نور هم په عالي کيفيت ټولنې ته خدمتونه وړاندې کړي. د دغه پوهنځي فارغين به په ټولنه کې په عيني او دقيق ډول خدمت وکړي. موږ به په راتلونکي کې  په پوهنځي کې د هېواد  په کچه درنې علمي سټې ولرو چې خپل ولس ته به د خدمت جوګه وي. د ژبو او ادبياتو پوهنځي لرليد او رسالت د ياد پوهنځي د (۲۴/۱۲/۱۳۹۳ل) نېټې په (۲۴) ګڼه پروتوکول کې ثبت او د رايو په اکثريت تاييد دی.

(Mission) رسالت

د ژبو او ادبياتو پوهنځی خپله ژمنتيا ښيي چې خپل ولس ته به د پښتو، دري، انګليسي، عربي او اردو ژبو او ادبياتو  په ډګر کې علمي کادرونه وړاندې کوي او د خپل هېواد پر دود، دستور او کلتور برابرې درنې علمي سټې به د ټولنې د خدمت جوګه ګرځوي.

(Values)ارزښتونه 

  1. په يوې پاکې، ملي او اسلامي روحيې سمبال د هېواد او ملي ارزښتونو ساتنه او پالنه.
  2. د معياري او باکيفيته لوړو زده‌کړو وړاندې کول.
  3. د ګټورې او ارزښتمنې څېړنې کلتور رامنځته کول.
  4. د يوې سالمې ادارې جوړول او اغېزمنه رهبري رامنځته کول.
  5. علمي او اکاډيميکه ازادي رامنځته کول.
  6. په چارو کې روڼتيا او حساب ورکونه.
  7. د فساد مخنيوی او راڼه خدمات وړاندې کول.
  8. له هر ډول تبعيض پرته معياري خدمتونه وړاندې کول.

کورپاڼه