د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی څانګې

ژورنالیزم څانګه:

  • ژورنالېزم څانګه ډېره اوږده مخينه نه لري؛ ځکه د شيخ زايد پوهنتون، ژورنالېزم پوهنځي هم په لومړيو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي تر چتر لاندې د ديپارتمنټ په بڼه فعاليت کاوه. په ۱۳۹۰ هـ ش كال يې د ځانګړي پوهنځي موقف ترلاسه کړ. څه موده ژورنالېزم عمومي ؤ؛ کومې ځانګړې څانګې يې نه درلودې؛ خو په لنډ وخت کې د زده کړو تخصصي کېدو په موخه د مطبوعاتو او راډيو تلويزيون په نومونو دوې ځانګړې څانګې پکې رامنځته شوې.

په وروستيو کې د هرات، ننګرهار، شيخ زايد او مزار پوهنتونونو، ژورنالېزم پوهنځيو د امريکا له ځينو پوهنتونونو لکه: بال سټېټ، سنجوسټېټ او اريزونا پوهنتونونو سره توأميتونه لرل؛ د همدې دوه اړخيزو مرستو په لړ کې له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ، د يادو پوهنتونونو، ژورنالېزم پوهنځيو د استادانو په هڅه د هېواد په کچه د ژورنالېزم پوهنځيو کريکولم متحد شو.

د نوي متحد شوي کريکولم له مخې د وخت د غوښتنو او په علمي ساحه کې پرمختګونو ته په پام، د ۱۳۹۵ کال په لومړيو کې په پوهنځي کې بنسټيز تغييرات رامنځته شول؛ (مطبوعات او راډيو تلويزون) څانګې د ژورنالېزم ډيپارټمنټ تر نامه لاندې مدغم شوې او تر څنګ يې د عامه اړيکو په نامه نوې څانګه هم رامنځته شوه او له دې سره سم د پوهنځي نوم هم بدل شو، چې اوس د ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځي تر نامه لاندې يادې څانګې خپلې چارې پرمخ وړي.

ژورنالېزم څانګه د محصلانو د عملي روزنې لپاره د ځوان غږ په نوم راډيو لري، چې محصلان په کې تجربوي او تربيوي خپرونې جوړوي. ياده څانګه اوسمهال ۷ علمي کادرونه لري، چې په علمي او عملي زده کړو سمبال ځوان کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي. د يادې څانګې فارغان د افغانستان په مختلفو ملي او خصوصي رسنيو کې کار کوي. د دې ترڅنګ د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو، ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځيو، ژورنالېزم څانګو کې د د رسمي او قرادادي استادانو په توګه دندې پرمخ وړي او همدرانګه په نړيوالو رسنيو کې د ژورنالېستانو په توګه دندې لري.

موخې (Objectives)

  • له وخت سره سم د ژورنالېزم په برخه کې مسلکي او تجربه لرونکي کادرونه روزل.
  • ځوانو کادرونو ته د ورځنيو مهمو پېښو په اړه د انتقادي فکر، تحليل او شننې وړتيا وربښل.
  • د ژورنالېستيکو څېړنو او پلټنو کړنلارې محصلانو ته ښودل.
  • په مسلکي بڼه د ورځنيو رسنيزو چارو د مديريت او رهبرۍ وړتيا لرل.
  • د نړيوالو ژورنالېستيکو معيارونو او مطبوعاتو ازادۍ پالونکي او افغاني ټولنې ارزښتونو ته ژمن کادرونه روزل.

عامه اړیکو څانګه:

دعامه اړیکو څانګه دژورنالیزم په پوهنځي کې په ۱۳۹۵ کال کې تشکیل شوه، تر اوسه ۷ علمي غړي او یوامر ديپارتمنت لري.

د عامه اړيکو څانګه  تر اوسه (۱۳۹۷) هیڅ فارغ نه دی ورکړی ځکه تر اوسه موږ یوازې تر دریم صنف پورې محصلان لرو او انشاءالله راتلونکي ۱۳۹۸ کال کې به لومړی دوره فارغین ټولنې ته وړاندې کړو.

موخې (Objectives):

  • له وخت سره سم د عامه اړیکو په برخه کې مسلکي او تجربه لرونکي کادرونه روزل.
  • ځوانو کادرونو ته د دانسانې ټولنې ، دولتي غیر دولتي ادارو او خلککو ترمنځ دښواړیکو د ټینګولو اصول لارې چارې ورزده .
  • په مسلکي بڼه د ورځنيو رسمي ،تجارتي او عادي اړیکو دښه سرته رسولو اوسمبالولو د مديريت او رهبرۍ د وړتيا لرل.
  • د عامه اړيکو کمپاين پلان جوړ او درسنیو له ارې يې په ټولنه تطبیق او عملي کول.
  • له رسنيو، ادارو او مطلوبو وګړو سره په اغېزمنه توګه خپل مالومات، پروګرامونه او توکي شريک کړي.
  • د خلکو په وړاندې د خپلې ادارې غوره استازيتوب کول.
  • د توکو او خدماتو د برانډ کولو، د ادارو او مطلوبو خلکو ترمنځ رښتيني باورونه رامنځ ته کول.

کورپاڼه