د کرنې پوهنځی لرلید او رسالت
لرليد (Vision)
د افغانستان په کچه په علمي ډګر کې د کرنې يوه غښتلې اکاډميکې ادارې رامنځته کول چې په پایله کې د کرنې د ميکانيزه کولو له لارې د لوړ توليد، پرځان بيسا اقتصاد رامنځ ته کول ترڅو د قطع شويو ځنګلونو بيا احداث، د څړځايونو اداره او تنظيم، داخلي او نړيوال مارکيټ لپاره د چاپيريال ساتنې د قوانينو په نظر کې نيولو سره غوره توليداتو ته انکشاف ورکول دي
رسالت (Mission)
د کرنې پوهنځی مهم رسالت په محلي، ملي او نړيواله کچه د کرنيزو اړتياوو پر بنسټ د سپیڅلې زده کړې او څيړنې وړاندې کول دي. د کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې د اړتياوو پر بنسټ غوره خدمات وړاندې کول ترڅو د خلکو د ژوند د سطحې د لوړتيا سبب شي او د هغوې اقتصادي او غذايي اړتياوو په رفع کولو کې اغيزمن تمام شي.
د کرنې پوهنځي موخې
- په مسلکي، اسلامي او ملي روحيه د محصلينو روزل.
- د افغانستان ملي پرمختيايي ستراتيژيو (ANDS) او د لوړو زدهکړو د وزارت له ستراتيژيو ، قوانينو او مقرراتو سره سم د کرنې په برخه کې د کرنيزې مسلکي پوهې لاس ته راوړل او په ټولنه کې يې ترويجول.
- محصلين به د نوموړې پوهنځی د فراغت وروسته به نباتاتو، خاورې او اوبو په اداره کولو او تنظيمولو پوه او ستونزو ته د حل لارې پيدا کړي.
- محصلين به د مختلفو اهلي څارویو پر روزلو، اداره، تنظيم او د بيلابیلو حيواني محصولاتو توليد، پروسيس او بازارموندنه زده کړي او په ورځني ژوند کې به يې تطبيق کړای شي.
- محصلين به په لابراتوار کې د نباتي ناروغيو تشخیص او کلچر زده کړي، د نباتي او حيواني نوی نسلونو ورايټې به د سیمې د شرايطو مطابق رامنځ ته کړي.
- محصلين به د مختلفو کرنيزو او حيواني خوړو د خونديتوب او غذايي ارزښت په هکله عامه پوهاوی ترلاسه کړي او په ټولنه کې به يې تطبيق کړي.
- محصلين به د کرنيزې او مالداري سکتور پرمختللې ټکنالوژي ترويج، د عنعنوي کرنې او مالدارۍ اصلاح کول زده کړي او په ټولنه کې به يې نورو دهقانانوو او مالدارانو سره شريک کړي.
- محصلين به د کرنې او مالدارۍ صنعت سکتور ته خام مواد برابرول زده او دکروندګرو د ژوند د سطحې لوړولو مديريت زده کړي.
- محصلين به د ټولنې اړتيا وړ سبو، ميوو او بيلا بيلو ګلانو د روزنې لارې چارې او تخنيکونه زده کړي او په ټولنه کې به يې په عملي توګه تطبيق کړي.
- محصلين به د فراعت سره سم د ټولنې په مختلفو برخو کې د کار وړتيا ولري.
اکاډميک چاپيريال
د اکادميک معيارونو په ثابت ساتلو او په پوره لېوالتيا او صداقت سره ښوونه ،تخنيکي او اداري پرسونلو پر مټ د پوهنځی محصلينو ته د سخت زيار ايستلو مشورې په ورکولو ،د زده کړې ښه فضا تامينولو او په ټولو حالاتو کې د پوهنځی د محصلينو د شمېر او د طرز العملونو په لوړولو سره د زده کړې ښه چاپيريال ايجادول دي.
د علمي پرسونلو له خوا د پاليسيو په عملي کولو او د پوهنتون د پاليسيو په اډانه کې د اکادميکو معيارونو په ثابت ساتلو سره يو ښه اکادميک چاپيريال ايجاد کيدای شی. دا ډول چاپيريال د محصلينو، کارکوونکو هڅونه ، د استادانو علمي سمينارونه، علمي مقالو، په پوهنتون کې د تدريسي کال په پرانيستو کې او نورو ځانګړو ويناوو او روزنيزو کنفرانسونو کې چې د ديپارتمنت او پوهنځيو له خوا داير کيږي، د زده کړې ښه چاپيريال منځ ته راتللی شي.