د کيفيت لوړونې آمريت دندې او مسؤليتونه

د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو د مقررې، معیارونو او نورو تقنيني اسنادو سره سم، د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو پروګرامونو تنظیمول؛ څو پهٔ اړوند تحصیلي بنسټ کې د اعتبار ورکولو بهیر پلی شي.

اساسي دندې

۱. د ملي او نړیوالو معیارونو لهٔ مخې د اعتبار ورکولو فارمټونو طرحه او ترتیب؛ څو د اعتبار ورکولو پهٔ بهیر کې اسانتیاوې رامنځته شي.

۲. د ستراتیژو د تطبیق، د کارکوونکو سمې لارښوونې او د اجرااتو پهٔ بهیر کې د شفافیت رامنځته کولو پهٔ پار، د کيفيت لوړونې آمریت د کاري میکانېزمونو او طرزالعملونو پهٔ جوړولو کې همکاري.

۳. په اړونده پوهنتون کې د  کيفيت تضمين او اعتبار ورکولو پروسې د تطبيق پهٔ موخه د ستونزو  او خنډونو پېژندنه او پهٔ دې برخه کې د کارپوهانو راپورونو تحليل.

۴. د نهاد پهٔ کچه د ځان‌ارزونې او نورو اعتبار ورکولو مرحلو پهٔ اغېزمنه توګه د پلي کولو پهٔ موخه، د میکانېزمونو او طرزالعملونو د جوړولو پهٔ اړه مشورې ورکول.

۵. د ځان‌ارزونې بهیر او نورو اړوندو اعتبار ورکولو مرحلو څارنه؛ څو د اعتبار ورکولو پهٔ پروسه کې لا زیات شفافیت تضمین شي.

۶. د نهاد پهٔ کچه د ځان‌ارزونې راپور تحلیل، د هغه پایلې د کيفيت لوړونې اصلي کمېټې او د پوهنتون د علمي شورا لهٔ تاييد وروسته تضمين کيفيت ریاست ته لېږل.

۷. پهٔ پوهنتون کې د اعتبار ورکونې د ټولو مرحلو د عملياتي پلانونو د تطبيق پهٔ منظور د ستونزو او خنډونو پېژندنه او د کارپوهانو د راپورونو تحليل. 

۸- د نهاد پهٔ کچهٔ د علمي کادر غړو او کارمندانو د مسلکي مهارتونو لوړولو پهٔ موخه د ورکشاپونو او سمينارونو دايرول.

۹- د اړوندو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پهٔ موخه د اجرااتو ارزونه او د روزنیزو اړتیاوو ټاکل.

۱۰- د کيفيت تضمين اړوندو فعاليتونو د اسانتيا پهٔ موخه د نهاد پهٔ کچهٔ ټولو برخو سره همغږي او همکاري.

۱۱-  د کيفيت تضمين اړوندو فعاليتونو د اسانتيا او د کیفیت تضمین سیستمونو پهٔ اغېزمن ډول پلي کولو پهٔ موخه د نهاد پهٔ کچهٔ ټولو ادارو سره د اړيکو ټينګښت.