د کیفيت لوړونې آمريت پېژندنه
﷽
د کيفيت لوړونې آمريت Quality Enhancement Department)) لنډه پېژندنه
په پوهنتونونو کې د کیفیت لوړونې آمریت د لوړو زده کړو د کیفیت د تضمین، ارزونې، علمي او څېړنيـز پرمختګ او اکاډميک اعتبار اخېستنې او ساتنې لپاره یو مهم اکاډمیک او اداري واحد دی، چې د علمي چارو معاونیت تر چتـر لاندې فعالیت کوي. دغه آمریت د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې محتـرم رياست د پالیسۍ، معیارونو او لایحو په نظر کې نيولو سره د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې د اړوندو معیارونو د تطبیق، دوامدارې ارزونې، څارنې او پرمختیا په موخه د پوهنتون علمي، تدریسي، اداري او څېړنیـزو چارو د کیفیت لوړونې لپاره لازم شرایط برابروي او هڅه کوي چې داسې معیاري، باکیفیته او نړیوالو معیارونو ته نږدې پوهنتون ته وده ورکړي، چې د تدریس، څېړنې، ادارې او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې د اعتماد وړ علمي او اکاډمیک مرکز وي.