شيخ زايد پوهنتون کې د کانکور ګډونوالو د بایومتريک لړۍ پیل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جوزا مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۰مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې لخوا د خوست ولایت د ۱۴۰۴ هـ.ش کال کانکور ازموینې ګډونوالو د بایومتريک لړۍ پیل شوه.
د يادې ازموینې لپاره د خوست ولایت څخه ۳۴۳۰ تنه نوماندان دي، چې د بایومتريک لړۍ یې نن سه شنبه پیل او سبا ورځ چهارشنبه به هم دوام ولري، کانکور ازموینه به پنجشنبه او جمعه د جوزا مياشتې ۲۹مه او ۳۰مه نيټه واخيستل شي.
د يادولو وړ ده چې د ازموینو ملي ادارې لخوا د خوست ولایت سره هم مهاله په لغمان، کندهار، هلمند، ارزګان او پکتيا ولایتونو کې هم د کانکور ګډونوالو د بایومتريک لړۍ پیل شوې ده، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت