شيخ زايد پوهنتون کې د کانکور ګډونوالو د بایومتريک لړۍ پیل شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۵۳
کانکور بایومتریک

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جوزا مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۰مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې لخوا د خوست ولایت د ۱۴۰۴ هـ.ش کال کانکور ازموینې ګډونوالو د بایومتريک لړۍ پیل شوه.

د يادې ازموینې لپاره د خوست ولایت څخه ۳۴۳۰ تنه نوماندان دي، چې د بایومتريک لړۍ یې نن سه شنبه پیل او سبا ورځ چهارشنبه به هم دوام ولري، کانکور ازموینه به پنجشنبه او جمعه د جوزا مياشتې ۲۹مه او ۳۰مه نيټه واخيستل شي.

د يادولو وړ ده چې د ازموینو ملي ادارې لخوا د خوست ولایت سره هم مهاله په لغمان، کندهار، هلمند، ارزګان او پکتيا ولایتونو کې هم د کانکور ګډونوالو د بایومتريک لړۍ پیل شوې ده، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د ميراث علم په اړه محصلانو ته د عامه پوهاوي سیمينار وړاندې شو.

تېره ورځ یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الآخر میاشتې له ۲۶مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت لخوا د بېلا بېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۵:۰
Background image

شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون کارکوونکو ته د لمانځه د اقامې فرمان تشریح لړۍ پیل شوه.

تېره ورځ دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان میاشتې ۲۱مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الآخر میاشتې له ۲۰مې نیټې سره برابره وه، د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو لخوا د شيخ زايد پوهنتون تدریسي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۵۶
Background image

د نشه یي توکو زيانونه او د حل لارې چارې تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان میاشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الآخر میاشتې له ۲۱مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو. . .

BACK TO NEWS