دیپارتمنتهای پوهنځی زراعت

دیپارتمنتهای پوهنځی زراعت

کرنی پوهنځی په ۲۰۰۲ کال کې تاسيس شوی چې اوس مهال په لاندې پنځو نومول شويو ديپارتمنتونو کې علمي خدمات وړاندې کوي.

۱- د  اګرانومی ديپارتمنت

۲- د نباتاتو ساتنی ديپارتمنت

۳- د  باغدارۍ دیپارتمنت

۴ – د کرنيز اقتصاد ډیپارتمنت

۵- د حيواني علومو ډيپارټمنت

 

 اګرانومي ديپارتمنت:

اګرانومي هغه پوهه يا ساينس ته وايې چې پر مټ يې د نباتاتو څخه په اغېزمنه توګه د خوړو، تغذيې او سون موادو په حيث کار اخيستل کيږي. د اګرانومي  پوهه د نورو ساينسي علومو لکه د نباتاتو په جينيټيک، فزيالوژي، ميترولوژي، خاوری پوهنې ،بيولوژي، کيميا، ايکالوژي اوخاورې پوهنې  پورې تړاو لري . نن ورځ اګرانومېست په ډېرو مسايلو کې  لکه د غذايي موادو توليد، باکيفيته خواړه، د اغېزمن چاپيريال مديريت او د نباتاتو څخه د انرژۍ په توليد کې دخيل بلل   کيږي .

اګرانومېست اکثراً  د حاصلاتو په توليد، اوبخور، زېم اېستنه، نباتاتو نسلګيري ،  خاوری طبقه بندي،  خاوری حاصلخيزي  ، د هرزه بوټو پېژندنې او کنترول ، حشراتو او افاتو کنترول باندې تمرکز کوي. سربېره پردې چې ياد ديپارتمنت د پوهنځی  د موخو او مقاصدو په لاسته راوړلو کې  رغنده رول لوبوي ځينې عملي روزنيز تريننګونه  د حاصلاتو د ښه توليد له پاره  لکه د نباتاتو نسلګيرۍ، دکروندې په ترتيب او تنظيم   په برخه کې هم داير وی.

موخې:

محصلين به د ځمکې او نبات په مناسب ډول استعمال، د اوبو او خاورې اداره او تنظيم علم زده کړي

محصلين به د خوړو د خونديتوب په اړه عامه پوهاوی،تشديدي کرنه او د لوږې سره جدي مبارزه په کړنو پوه شي

محصلين به د کرنې مناسب وخت انتخابول او د نوې تيکنالوژۍ پر مټ کرنه زده او په ټولنه کې تطبيق کړي

محصلين به د کرنيزو نباتاتو او د فارم د لوازمو په ښه ډول ساتل اوپه علمي لحاظ د فارم څخه توليداتو ايستلو وړتيا ولري

محصلين به د کرنيزو نباتاتو او د هغوی د تغذيې په ميکانيزم ځانونه پوه کړي

محصلين به د کيمياوي سرې او افت وژونکو استعمال په ګټې او تاوانونو ځانونه پوه او په ټولنه کې نورو دهقانانو ته وښايي

محصلين به د نويو ورايټيو منځ ته راوړل او د هغوی استعمال تخنيکونه زده او عملي کړي

محصلين به د کرنيزو نباتاتو ذخیره، پروسيس اوفابريکو ته خام مواد برابرولو لارې چارې زده کړي

محصلين به د اګرانومي په برکت په ټولنه کې کرنيز شين انقلاب منځ ته راوړي

نباتاتو د ساتنې ديپارتمنت

موخې:

محصلين به د نباتاتو د امراضو، هرزه بوټو او افاتو څخه خوندي ساتلو او د هغوی درملنه زده او په عملي ډګر کې پلې کړي

محصلين به د افت وژونکو د استعمال په اړه کافي مالومات زده او دهقانانو ته لازمې مشورې ورکړي

محصلين به په چاپيريال باندې د افت وژونکو ناوړه اغېزې زده کړي او نورو کسانو ته يې ورسوي

محصلين به په لابراتوار کې د امراضو تشخيص او د هغوی کلچر کول په عملي ډول زده کړي

محصلين به د امراضو کنترول له امله د اقتصاد پياوړتيا علم زده کړي

محصلين به د قرنطين د مقرراتو په اهميت پوه شي په ټولنه کې يې عملي کړي

باغداري ديپارتمنت

باغداري (Horticulture)  د دوه لاتيني کليمو ځخه اخيستل شوي ده چې  Hartus د باغ په معنی او Culture د کرلو يا احداث په معنی ده يا په بل عبارت هارتيکلچر د زراعت يوه برخه ده چې د مېوه جاتو ، سبزيجاتو او زينتي نباتاتو د کرلو پروسس او مارکيټينګ سره سر او کار لري.

موخې:

محصلين به ټولنې ته غوره سبزيجات او ميوه‌جات وړاندې کړي

محصلين به د سيمې د ښکلا په خاطر د رنګارنګ ګلانو توليدولو علم زده کړي

محصلين به د طبيعي منظرو انکشاف له پاره کار وکړي

محصلين به د مېوه جاتو او سبزيجاتو غوره ورايټۍ رامنځ ته کړي

محصلين به کورني او تجارتي باغونو ته وده ورکړي

محصلين به د ميوه‌جاتو او سبزيجاتو ذخیره او پروسيس په عملي ډول زده کړي

محصلين به په شنو خونو کې بيلابيل سبزيجات کرل او مارکيت ته وړاندې کولو علم زده کړي

دکرنیز اقتصاد  ډيپارټمنت

موخې:

محصلين به دپرمختللې ټکنالوژۍ ترویج اود عنعنوي کرنې اصلاح کول په ټولنه کې په عملي ډول رامنځ ته کړي

محصلين به دکرنې سکتور دستونزو پیژندنه او ورته د حل لارې پيدا کړي

محصلين به دتولید دلوړولو په موخه دکرنې دسرچینو په سمه توګه سمبالول زده کړي

محصلين به دکروندګرو  دژوند دکچې لوړولو مهارتونه زده کړي او په ټولنه کې يې پلي کړي

محصلين به دپایښت لرونکي ملي اقتصاد دودې او انکشاف لپاره دکادرونه وروزي

محصلين به دکرنې پراختیايې بانکونو لپاره د مسلکي کادرونه وروزي او عملآ کار وکړي

محصلين به دفقر له مینځه وړلو ، طبعي  سرچینو دسمې کارونې او کرنې دپیاوړتیا له پاره په عملي ډول کار کول

د محصلين به کرنې میکانیزه کول، توليد له پاره د بازار موندنه اوکوپراتیفونو رامنځ ته کولو هنر زده او عملي کړي

 حيواني علومو ډيپارټمنت

موخې:

محصلين به د کورنيو څارويو، مرغانو، ماهیانو تربيه کولو علم زده کړي

محصلين به د حيواني محصولاتو ذخيره او پروسيس کول په عملي ډول پلې کړی

محصلين به د حیواني امراضو وقايه، مخنيوی او عامه پوهاوی زده او نورو ته وښايي

محصلين به د حيواني او انساني شريکو امراضو مخنيوی او عامه پوهاوی په ټولنه کې نورو کسانو ته ورسوي

محصلين به د وخت سره سم د حيواناتو ګټور نسلونه رامنځ ته کړي

محصلين به د مالدارۍ په سکتور کې د نوې تيکنالوژۍ استعمال زده او عملي کړي

محصلين به د څارويو او مرغانو او شاتو مچیو له پاره مناسبه غذا برابرولو علم زده کړي او په ټولنه کې عملي کړي

محصلين به د خاورې په حاصلخيزۍ کې د مالدارۍ فرعي محصولاتو رول په اهميت پوه شي