سولې مرکز

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز: 

(وروستي معلومات)

نيټه: ۱۸-۱۱-۱۳۹۹/ 2021-02-06

د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز د مسوول له لوري د خوست ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست اړوند تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته  د منازعې، شخړو د هواري او په ټولنه کې د سوله ييز فکر د رايجولو په تړاو معلوماتي پريزنټيشن وړاندې شو.

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز

د پروګرام په شروع کې د لينکن ښوونيز مرکز مسوول ښاغلي جاويد د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز څخه مننه وکړه ، چې د يوې مهمې موضوع په تړاو يې د معلوماتي پريزنټيشنونو د وړاندې کولو لړۍ پيل کړې او ترڅنګ يې له ګډونوالو وغوښتل، چې وړاندې کيدونکي معلومات بايد په دقيق ډول ترلاسه او په عملي ژوند کې بايد ترې ګټه پورته شي.

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز

وروسته د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز کوراديناتور پوهنيار فاروق جان منګل له لوري د منازعې، شخړو د هواري او په ټولنه کې د سوله ييز فکر د رايجولو په تړاو معلوماتي پريزنټيشن ګډونوالو ته وړاندې کړ.

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز

ښاغلي منګل په خپلو معلوماتو کې د شخړو د تشخيص، پړاوونو، بېلابېلو ډولونو ، لاملونو او همدارنګه د معقولو حل لارو په تړاو ګډونوالو ته هر اړخيز او جامع معلومات وړاندې کړل.

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز

د پريزنټيشن په پای کې يو شمېر ګډونوالو د شخړو ، منازعو او اړوند نورو موضوعاتو په تړاو پوښتنې او نظرونه مطرح کړل ، چې د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز د کوارديناتور له  لوري  ځواب  او په اړه يې معلومات ارائيه شول.

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز

د غونډې په پای کې د خوست ولايت د اطلاعات او کلتور رئيس محمد انور زاهد د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز له مسوولينو د مننې ترڅنګ د منازعې، شخړو ، د منازعې د حل او اړوند نورو مسايلو د اهميت په تړاو خبرې وکړې.

ښاغلي زاهد وويل، د سوله ييز فکر رايجول ، د پايښت لرونکې سولې لپاره هڅه او همدارنګه دسياسي، ټولنيز او اقتصادي ثبات لپاره عامه پوهاوی د مسوولو کسانو مسووليت دی او په دې برخه کې بايد هغه کسان ، چې په ياده برخه کې تجربه او معلومات لري بايد خپل دروند مسووليت اداکړي.

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز

د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز له لوري د اطلاعات او کلتور په چوکاټ کې په داسې مهال د ځوانانو لپاره د منازعو د حل په تړاو روزنيزه او معلوماتي برنامه رابلل کيږي، چې څو ورځې د مخه د خوست په ټولنيز او رسنيز مرکز ـ ميديوتيک کې يې هم د ګڼ شمېر ځوانانو او پيغلو لپاره ورته برنامه رابللې وه.

نيټه: ۰۸-۱۰-۱۳۹۹/2021-01-28

د شيخ زايد پوهنتون د سولې  مرکز له لوري ګڼ شمېر ځوانانو  او پيغلو ته د منازعې او شخړې د هواري په تړاو معلوماتي پريزنټيشن وړاندې شو.

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز

دغه برنامه  ،چې د خوست ټولنيز او رسنيز مرکز ـ  ميديوتيک کې رابلل شوې وه ، د ځوانانو د شبکې ګڼو شمېر غړو ، چې د خوست ولايت د بېلابېلو سيمو اوسيدونکي وو، ګډون کړی وو.

د برنامې په پيل کې د خوست ټولنيز او رسنيز مرکز ـ ميديوتيک مشر سيف الله حيات د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز له مسوولينو مننه وکړه ، چې پر يوه مهمه موضوع يې د پريزنټيشنونو لړۍ پيل کړې او غواړي، چې په ترڅ کې يې ځوانان او پيغلې وروزي.

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز

ترڅنګ يې ښاغلي حيات ددې برنامې لپاره د ټاکل شوې او غوره شوې موضوع د اهميت او ارزښت په تړاو هم مفصلې خبرې وکړې او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې دوئ دې هم په خپلو سيمو کې ځوانانو ته د منازعې د حل په تړاو لنډ مهالې روزنه ورکړي ترڅو په کليو او بانډو کې هم سوله ييز فکر ترويج شي.

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز

وروسته د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز کوارديناتور پوهنيار فاروق جان منګل د شخړو او منازعو د حل په مورد برابرکړل شوی پريزنټيشن ګډونوالو ته وړاندې کړل.

ښاغلی منګل د پريزنټيشن د معلوماتو ترڅنګ په ياده برخه کې خپل تجربې هم له ګډونوالو سره شريکې کړې.

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز

د برنامې په پای کې د ځوانانو شبکې دوو تنو غړو احسان ارين  او شګوفې د پريزنټيشن پر محتوا او منځپانګه د خبرو ترڅنګ د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز څخه مننه وکړه او ترڅنګ يې په راتلونکي کې هم د ورته برنامو د رابللو غوښتنه وکړه.

شیخ زاید پوهنتون سولې مرکز

د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز پتيلې ، چې د منازعې او شخړو د حل او همدارنګه د يو شمېر نورو اړينو موضوعاتو په تړاو  د شيخ زايد پوهنتون  په داخل او همدارنګه د پوهنتون څخه د باندې د ځوانانو، د مدني ټولنې د غړو ، قومي مشرانو او روڼ اندو لپاره ورته برنامې رابولي.

نيټه: ۱۳۹۹/۶/۱۱

2020-09-12

د شيخ زايد پوهنتون غوره مقاله ليکونکي وستايل شول

د شيخ زايد پوهنتون له ادارې سره په همغږۍ او د شيخ زايد پوهنتون دمحصلانو چارو معاونيت  په همکارۍ د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز له لوري د مقاله ليکنې سيالي رابلل شوې وه، چې د محصلينو د هڅونې په پار پر غوره مقاله ليکونکو باندې د سولې مرکز له لوري ډالۍ وويشل شوې.

غوره لیکونکی

د سولې مرکز له لوري د مقالو ليکنې او وړاندې کولو سيالي د رابللو څخه موخه داوه ،چې له يوې خوا پر محصلينو پانګونه وکړي، دوئ علمي څيړنو ته وهڅوي او استعدادونه يې وغوړوي او بل لوري ته د محصلينو په منځ کې هغه کسان هم په نښه کړي، چې فوق العاده استعداد لري او کولای شي، چې په نشت امکاناتو ابتکارات او نوښتونه وکړي.

شیخ زاید پوهنتون کې غوره مقاله ارایه کوونکي وستایل شول

د غونډې  په لومړيو کې، چې د مقالو د وړاندې کولو او  غوره مقالو د انتخاب په تړاو رابلل شوې وه، د شيخ زايد پوهنتون د استادانو چارو امر او د سولې مرکز کوراديناتور پوهنيار فاروق جان منګل خبرې وکړې او د همدې ناستې د رابللو پر اړتيا او اهميت يې هر اړخيزې خبرې وکړې.

نوموړي وويل، چې د سولې مرکز د فعاليتونو موخه داده، چې د اکاډميک ډګر ترڅنګ د ټولنې په کچه وګړي د سولې پر اصلي مفهوم وپوهيږي، له ځانه پيل بيا په لويه کچه د سولې د ترويج  لپاره هڅې وکړي او په اړوند برخه کې خپل مسووليتونه ادا کړي.

وروسته د شيخ زايد پوهنتون د محصلانو چارو معاون پوهنيار محمد داود بابکرخيل د پوهنتون په کچه د محصلينو لپاره د رابلل شويو او رابلل کېدونکو برنامو او پروګرامونو په تړاو مفصلې او هر اړخيزې خبرې وکړې او د سولې مرکز له ابتکاراتو يې د مننې ترڅنګ وويل، چې دوئ ددې مرکز سره هر ډول مرستې او همکاريو ته اماده دي.

ښاغلي بابکرخيل زياته کړه، دوئ په پلان کې لري، چې د سولې مرکز سره په همکارۍ د محصلينو لپاره بېلابېلې ګټورې برنامې راوبولي، چې هم به د محصلينو ظرفيت ورسره وغوړيږي او هم به ددوئ لپاره دسرګرمي سبب وګرځي.

شیخ زاید پوهنتون کې غوره مقاله ارایه کوونکي وستایل شول

وروسته د مقالو د وړاندې کولو لړۍ پيل شوه، چې ټولټال  اولس کسانو د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو مقالې برابرې کړې وي، چې درې يې د غونډې د ګډونوالو په مخ کې وړاندې شوې.

د غوره مقالو او همدرانګه دلومړۍ، دوهم او دريم مقام د انتخاب په پار د حقوقو ، د شرعياتو او د ټولنيزو علومو پوهنځيو درئيسانو څخه ژوري او منصفه هيئت ټاکل شوی وه ،چې د فصاحت او بلاغت، پرځان د باور، د مقالو منځپانګې، وړاندې کولو او ګڼو نورو خصوصياتو پر اساس يې درې کسان د لومړي، دوهم او دريم مقام وړ وبلل.

وروسته  د لومړي ، دوهم او دريم مقام د ګټونکو په ګډون پر ټولو هغو کسانو تحايف وويشل شول، چې مقالې يې ليکلې وې او له دوئ وغوښتل شول، چې په راتلونکي کې هم هڅه وکړی ترڅو تر دې لاښې او د غوره منځپانګې لرونکې مقالې وليکي.

شیخ زاید پوهنتون کې غوره مقاله ارایه کوونکي وستایل شول

د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز د سولې د نړيوالې ورځې په ګډون د مهمو ورځو د لمانځنې، د سولې او منازعې په تړاو د ورکشاپونو او روزنيزو برنامو ، اکاډميکو ژورنالونو ترڅنګ ګڼ شمېر نورې ګټورې برنامې لري، چې د محصلينو د رضايت ترڅنګ ډيری يې خورا اغيزمنې او موثرې ثابتې شوي دي.

 

نيټه: 2019-12-31، (۱۰ /۹ / ۱۳۹۸)

په لسګونو زده کونکواو ځوانانو ته د منازعې دحل  او سولې د ټينګښت په تړاو پريزنټيشن وړاندې شو:

د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز له لوري د لينکن په ښوونيز مرکز کې په لسګونو ځوانانو او زده کونکو ته د منازعې د حل او د سولې د ټينګښت  او د معقولو حل لارو د موندلو په تړاو معلوماتي پريزنټيشن وړاندې شو.

دهمدې ناستې په لومړيو کې د شيخ زايد پوهنتون د سولې مرکز مسوول  پوهنيار فاروق جان منګل  په ټوليز ډول د ياد مرکز پر فعاليتونو رڼا واچوله او په دې برخه کې يې د هغو فعاليتونو ، چې د همدې مرکز له لوري په تېره څه موده کړې ترسره شوې دي په تړاو د همدې برنامو ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

ښاغلي منګل وويل، ددوئ هڅه داده ، چې د سولې مرکز فعاليتونه يوازې تر پوهنتون محدود پاتې نشي بلکې د پوهنتون د باندې هم د ټولنې د بېلابېلو اقشارو  لپاره د سولې او منازغې اړوند بېلابېلو پروګرامونه راوبولي.

وروسته د شيخ زايد پوهنتون د ټولنيزو علومو پوهنځي استاد پوهنيار قدرت الله صديقي د سولې او منازغې په تړاو برابر کړل شوی غني او جامع پريزنټيشن ګډونوالو ته وړاندې کړ.

د پريزينټيشن د ختميدو وروسته د همدې برنامې ګډونوالو د سولې او منازغې په تړاو بېلابېلې پوښتنې مطرح کړې، چې د ښاغلي صديقي صاحب له لوري ورته قناعت بخش ځوابونه ورکړل شول.

احمد الله يو تن له هغو زده کونکو دی ، چې په دې برنامه کې يې برخه اخيستې وه. نوموړی وايي، دوئ په هغه ډول ، چې لازمه وه د منازعې، جنګ، تاوتريخوالي ، سولې او اړوند نورو مسايلو په تړاو نه پوهيدل او داچې اوس يې په تړاو هراړخيز معلومات ترلاسه کړل خوشاله دی.

 دسرچينې په وينا، دا ډول برنامې کولای شي، چې د ټولنې په کچه د بېلابېلو اقشارو په منځ کې د سولې او منازعې په تړاو ريښتيني معلومات خپاره کړي او د عامه اذهانو د تنوير په برخه کې به حياتي او اغيزمن ثابت شي.

 د يادې برنامې ګډونوالو غوښتنه کوله ، چې بايد دا ډول برنامې متداومې او په بېلابېلو وختونو کې بايد راوبلل شي ترڅو ځوانان د سولې او منازغې په ريښتيني او اساسي معنی وپوهيږي او د ټولنې په کچه د پايښت لرونکې سولې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د سولې په ترویجولو کې د لوړو زده کړو رول په رابطه یو ورځنی کنفرانس دایر شو:

نن د ۱۳۹۸ کال د ثور په ۵ مه نیټه د شيخ زاید پوهنتون دغونډو په تالار کې د سولې په ترویجولو کې د لوړو زده کړو رول په رابطه یو ورځنی کنفرانس دایرشو.

یاد کنفرانس د کلام پاک په تلاوت رسماً پيل شو په سرکې د شيخ زاید پوهنتون ريس پوهنمل حسین ګل اریوبي میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د سولي ارزښت او اهميت په اړوند زیاته کړه چې "إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ." اسلام د سولې دین دی، سوله د اسلام د مبارک دین د کاري اولیتونو څخه ده اود ژوند اساس ده.

هیڅ ټولنه د شخړو څخه خالي نه ده ، خو د شخړو دحل لپاره سولې ته ضرورت دی بناً ویلې شو ، چې سوله دانساني ټولنې ضرورت دی او د سولې پرته د ټولنې تباهي حتمي ده.

ورپسې د پکتیا پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه ، چې “واقعاً سوله یو الهي نعمت دی او د دې نعمت ترلاسه کولو لپاره داسې اړين او ضروري کنفرانسونه ، چې نن ورځ په شيخ زاید پوهنتون کې ترتیب شوي ضروري دي او دشيخ زاید پوهنتون رهبري هڅې پدې لاره کې د ستایلو وړ دي .“

د کنفرانس دوهم پړاو د استادانو هغو مقالو ته ځانګړي شوی و ، چې ( سولې په ترویجولو کې د لوړو زده کړو رول ) ترعنوان لاندې علمي مقالې د پوهندوی محمد خان نیازی ، پوهنیار خالد حبیب ، پوهنیار عاشق الله احمدزی ، پوهنیار محمد عالم صافی لخوا ارایه شوې. ورپسې کنفرانس د ژوري هیئت د مشر پوهنوال دوکتور جهان شاه تڼي لخوا مثبت ارزیابي شو.

   

په شیخ زاید پوهنتون کې 40 تنه محصلانو ته د سولې د زده کړې اتمه دوره پنځه ورځینی ورکشاپ پای ته ورسید:

یاد ورکشاپ د کمپیوټر ساینس، انجینري، طب، اقتصاد، کرنې او وترنري پوهنځيو محصلانو ته چمتو شوی وو. د ورکشاپ پای غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست رئیس او د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب محصلانو ته مبارکي ورکړه، چې په بریالیتوب سره يې یاد ورکشاپ تعقیب کړ.

شکیب محصلانو ته وويل، چې په ورکشاپ کې زده کړې مسائل یوازې باید حافظې ته ونه سپارئ بلکه دغه مسائل باید په خپل ژوند کې تطبیق کړئ.

همدارنګه نوموړي له محصلانو څخه غوښتنه وکړه، چې دوی هم باید په خپلو سیمو کې ځوانانو ته ورته سمینارونه ترتیب کړي.

د ورکشاپ پای غونډې ته د شیخ زاید پوهنتون اداري او مالي چارو معاون محترم فض الله فیض هم وینا وکړه، نوموړي له محصلانو څخه وغوښتل، چې تاسو باید لومړی له خپل ځان سره د خپل روح او جسم ترمنځ سوله وکړئ.

ښاغلي فیض د داسي ورکشاپونو دایرول غوره عمل وبلل او یادونه يې وکړه، چې د پوهنتون د درسونو ترڅنګ باید محصلانو ته د عملي او علمي فعالیتونه زمینه هم برابره شي. نوموړي د شیخ زاید پوهنتون د اداري برخې څخه محصلانو ته ډاډ ورکړ، چې دی به هڅه وکړي، چې محصلانو او استادانو ته د زده کړې او تدریسي ټول لازم سهولتونه چمتو کړي.

د ورکشاپ په وروستي برخه کې محصلانو ته سرټفیکټونه توزیع او ورکشاپ د شرعیاتو پوهنځي د استاد پوهنیار عاشق الله احمدزي لخوا په دعايي پای ته ورسید.

د یادونې وړ دی، چې د سولې د زده کړې ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون د سولې د دفتر له لوري په لاره اچول شوی وو، چې پکې د سولې زده کړه، د سولې مفاهیم، شخړه، د شخړې مفاهیم، د شخړې تحلیل، منځګړیتوب او ... مسائل تدریس شول.

     

په شیخ زاید پوهنتون کې پنځوس تنه محصلانو ته د سولې د زده کړې پنځه ورځینی ورکشاپ پای ته ورسید:

یاد ورکشاپ د د ژورنالیزم، شرعیات، تعلیم او تربیه ، حقوق،ټولنیزو علومو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي پوهنځيو محصلانو ته چمتو شوی وو.

د ورکشاپ په پای غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي، علمي معاون پوهندوی عبدالخلیل افغاني، د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب، د حقوق او سیاسي علومو او ټولنیزو علومو پوهنځیو رئیسانوهر یو پوهنمل محمد شفیق مندوزی او پوهنیار قدرت الله صدیقي ترڅنګ د پوهنتون د تحقیق امر پوهنمل محمد اسماعيل مقبل او د شرعیاتو پوهنځي د تعلمیاتو د ډیپارتمنت امر پوهنیار عاشق الله احمدزي ګډون هم ګډون کړی وو.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس محصلانو ته په ورکشاپ کې د ګډون مبارکي وویله او محصلانو ته يې وویل چې موږ د هغه شي د ترلاسه کولو هڅه کوو، چې له تیرو څلورو لسیزو څخه په افغانستان کې شتون نه لري، چې هغه سرتاسري سوله ده. 

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو ته وعده وکړه، چې دی به د محصلانو له نماينده ګانو څخه د محصلانو فرهنګي ټولنه رامنځته کوي، چې د دوي فعالیتونه به د پوهنتون د فرهنګي چارو د سمون لپاره وي. همدرانګه ښاغلي اریوبي د محصلانو څخه غوښتنه وکړه، چې سیاسي احزابو او ګوندونو څخه د محصلي په دوران کې لریوالی اختیار کړي، کله چې د پوهنتون څخه فارغ شول نو بیا دوی ښه تصیمم نیولی شي.

ورپسې د شیخ زاید پوهنتون علمي معاون پوهندوی عبدالخلیل افغاني خبري وکړي. نوموړي محصلانو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې پنځه ورځیني ورکشاپ کې زده شوي توکي باید په عملي ژوند کې تطبیق کړي.

د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب د پوهنتون د رئیس د خبرو په تائید له محصلانو، غوښتنه وکړه، چې خپلو درسونو او په پوهنتون کې د مثبت تحول د رامنځته کولو لپاره نه ستړي کیدونکي هڅې وکړي.

د ورکشاپ په وروستي برخه کې محصلانو ته سرټفیکټونه توزیع او ورکشاپ د شرعیاتو پوهنځي د استاد پوهنیار عاشق الله احمدزي لخوا په دعايي پای ته ورسید.

د یادونې وړ دی، چې د سولې د زده کړې ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون د سولې د دفتر له لوري په لاره اچول شوی وو، چې پکې د سولې زده کړه، د سولې مفاهیم، شخړه، د شخړې مفاهیم، د شخړې تحلیل، منځګړیتوب او ... مسائل تدریس شول.

 د سولې زده کړې پنځه ورځینۍ ورکشاپ بشپړ شو:

په دې ورکشاپ کې د سولې مطالعې مقام او ارزښت، د سولې مطالعاتو د راڅرګنديدو زمینه، د سولې د مطالعې څانګړتیاوي د سولې مطالعې بنسټیزې موخې، د سولې  مطالعې ځانګړتیاوې، شخړې مفاهیم، د شخړې اصطلاحي مانا او داسې نور موضوعاتو باندې بحث وشو.

د ورکشاپ په پای د شیخ زاید علمي مرستیال پوهندوی عبدالخلیل افغاني، د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب، د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي ریس پوهنمل شفیق مندوزي، د شرعیاتو پوهنځي د تعلیماتو ډیپارټمنټ څانګې امر پوهنیار عاشق الله احمدزي او د محصلانو د انسجام امر سمیع الله محصلانو ته د ورکشاپ د بشپړاوي اسنادو د ورکړل.

د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال محصلانو ته مبارکي ورکړه، چې ورکشاپ يې په بریالیتوب پای ته ورساوه او محصلانو باندې يې تاکید وکړ، چې په ورکشاپ کې زده کړي مسائل باید په خپل ژوند کې تطبیق کړي.

 شیخ زاید پوهنتون کې د سولې نړیواله ورځ د محصلانو د علمي سمینارونو په وړاندې کولو سره ولمانځل شوه.

شیخ زاید پوهنتون د غونډو په تالار کې د محصلانو دعلمي مقالو په وړاندې کولو سره د سولې نړيواله ورځ ولمانځل شوه.

د سولې اړوند غونډه د شیخ زاید پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د رئیس پوهندوی عبدالجلیل شهیدزوی لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د غونډې په لومړی برخه کې د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب په خپلو مقدماتي خبرو کې د سولې په ارزښت خبرې وکړي او د ولسمشر محمد اشرف غني نقل القول یې ذکر کړ، چې هغه ويلي وو، (( زه د افغانستان د جګړې د یوې ورځې په مصرف یوه ولسوالي آبادولی شم.)) ښاغلي شکیب زیاته کړه، چې که په افغانستان کې جګړه نه وي نو ټول افغانستان په یوه کال کې آباديږي.

نومړي تاکید وکړ، چې ټول افغانان باید د افغانستان د پرمختګ او سوکالي لپاره د تلپاتي سولې په راوستلو کې خپله ونډه ولوبوي . د غونډې په دويمه برخه کې د شیخ زاید پوهنتون د بیلابیلو پوهنځيو محصلانو خپلې علمي مقالې وړاندې کړې.

د شرعیاتو پوهنځي محصل محمد اسلم ( سوله د اسلامي شریعت په رڼا کې) تر سرلیک لاندې، د ټولنیزو علومو پوهنځي محصل یارمحمد (صلح و حل منازعات)، د انجینري پوهنځي محصلې شبانې د (نقش زنان در صلح) تر سرلیک لاندې، همدارنګه د انجینري پوهنځي محصل محمدي (په سوله کې د استادانو د رول) تر سرلیک لاندې مقالې چمتو کړې وې.

د پروګرم په دریمه برخه کې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد شفیق مندوزي د محصلانو سمینارونه وارزول او د سمینارونو په اړه يې ګرانو محصلانو ته سالم فیډبک ورکړ.

د پروکرام په ورستۍ برخه کې سمینار وړاندې کوونکو محصلانو باندې هغه ډالۍ، چې د شیخ زاید پوهنتون د سولې د مرکز لخوا چمتو شوې وي وویشل شوې او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسید

د شیخ زاید پوهنتون د سولې مرکز خبرتیا!

ټولو هغو ګرانو محصلانو ته چې د سولې ورکشاپ کې د ګډون په موخه يې نومونه ثبت کړي خبر ورکول کیږي، چې د یکشنبي په ورځ د روان کال د جدي د میاشتي په ۳۰ نیټې سهار ۸:۳۰ بجو ورکشاپ پیلیږي.

یادونه: د ژورنالیزم، حقوق او سیاسي علوم، ټولنیز علوم، شرعیات او تعلیم او تربیې هغه برحال محصلان، چې تر اوسه يې ورکشاپ ته ثبت نام نه دی کړی د شنبې ورځ يې اخري نیټه ده

په شیخ زاید پوهنتون کې د سولې د زده کړې پنځه ورځینی ورکشاپ پای ته ورسید.

یاد ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم، شرعیات، تعلیم او تربیه ، حقوق او ټولنیزو علومو پوهنځيو لس تنه استادانو ته چمتو شوی وو.

د ورکشاپ په پای غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي او علمي معاون پوهندوی عبدالخلیل افغاني ویناوي وکړي.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس استادانو ته د مبارکي ترڅنګ وویل چې استادان باید په ځان کې زغم پيدا او هم محصلانو ته د زغم او حوصلي درس ورکړي.

د شیخ زاید پوهنتون علمي معاون یادونه وکړه، چې د سولې په ورکشاپ کې روزل شوي محترم استادانو څخه به د شیخ زاید په پوهنتون کې د ستونزو د حل لپاره ګټه اخېستل کیږي. د ورکشاپ په پای کې استادانو ته سرټیفیکټونه هم توزیع شول.

د یادونې وړ دی، چې د سولې د زده کړې ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون د سولې د دفتر له لوري په لاره اچول شوی وو، چې پکې د سولې زده کړه، د سولې مفاهیم، شخړه، د شخړې مفاهیم، د شخړې تحلیل، منځګړیتوب او ... مسائل تدریس شول.