څیړنې امریت

د شیخ زاید پوهنتون څیړنې امریت

 

څېړنیزې مقالې

 

د شیخ زاید پوهنتون تحقیق امریت چې د علمي مرستیال د مستقیمې رهبری لاندې فعالیت کوي، یاد آمریت په ۱۳۹۰ ل کال کې د لوړو زده کړو وزارت لخو منظور شو، د همدې کال په قوس (۹) میاشت کې د دې بست لپاره اینجینر سمیع الرحمن سعید زی د آمر په صفت مقرر شو او په دنده یې پیل وکړ. څرنګه چې په پیل کې یاد بست یو اداري بست، خو په ۱۳۸۶ ل کال کې د لوړو زده کړو وزارت د ځینو قوانینو په تعدیل سره یاد بست په کادر علمي بست باندې تبدیل شو.  په ۱۳۹۷ حمل میاشت کې د یاد بست لپاره پوهنمل محمد اسماعیل مقبل لوړو زده کړو وزارت ته پشنهاد شو او د منظوري سره سم یې د تحقیق آمر په صفت دنده پیل کړه چې دا دی تر دې دمه ۱۳۹۹/۷/۱ په دې دې بست کې خپل دنده پر مخ وړي.

 

د څیړنو امر دندې

دڅیړنو امر لاندې دندې ترسره کوي:

۱- د کار کلنی، میاشتنی او ربع وار پلان ترتیب.

۲- د تحقیق کمیټې (علمي تحقیقاتو بورډ) ریس په حیث دنده، د کمیټې غړو ته د امکاناتو برابرول.

۳- د نورو داخلي او خارجي نهادو سره د تحقیقاتو لپاره د اړیکو ټینګول.

۴- د علمي کنفرانسونو  دایره ول، کنفرانسونو ارزیابي او ګذارش ترتیبول.

۵- استادانو ته د څیړنو په مورد مشوره ورکول او د هغوی سره د څیړنیزو سهولتونو برابرولو کې همکاري کول.

۶- د څیړنیز کمیسون څخه نظارت او د هغوی ارزیابي کول، د نویو معلوماتو په اړه د کنفرانسونو دایرول.

۷- د څیړنیزو برنامو څخه نظارت او کنترول، د حقوقي او مسلکي اړه د رهنمود په اساس.

۸- د نورو وظایو اجرا کول چې د آمر لخوا ورسپارل کیږي. 

 

سهولتونه

د شیخ زاید پوهنتون تحقیق امریت د اماني ریسرچ سنټر په نوم د شرعیاتو پوهنځي په نوي تعمیر کې یو لوی اطاق لري چې په عین وخت کې د غونډو لپاره تر ۳۰ نفر پورې ظرفیت لري. په یاد اطاق کې د مطالعې لپاره کتابونه د انټرنیټ سهولت هم شته. د دې تر څنګ د آمر او مامورینو لپاره درې میزونه هم لري. علاوه لدې څخه د پوهنتون په سطحه مرکزي کتابخان، IT سڼتر او هره پوهنځی د ریسرچ اړونده لابراتوار، کتابخانې او د انټرنیټ سهولت لري، که څه هم یاد امکانات کفایت نه کوي خو تر یوه حده پورې د تحقیقاتو لپاره اسانتیاوې برابرولی شي.

 

د شیخ زاید پوهنتون تحقیق کمیټه

د شیخ زاید پوهنتون تحقیق (د څیړنو انسجام)کیميټه چې د تحقیق آمریت په چوکاټ کې د  شیخ زاید پوهنتون د علمي مرستیال د رهبری لاندې فعالیت کوي. دا مهال د یادې کمېټې په تشکیل کې د علمي مرستیال او د تحقیق آمر په شمول د هرې پوهنځۍ څخه یو استاد د غړي په توګه پکې ګډون لري. د یادې کمېټې مشري د علمي مرستیال په غاړه وي، علاوه له دې څخه د نوموړې کمېټې مرستیال او منشي هر کال د غړو له منځ څخه په انتخابي توګه ټاکل کیږي. غړي یې هرکال د پوهځیو څخه رسماً د پوهنځي د علمي شورا تایید په اساس را معرفي کیږي. د شیخ زاید پوهنتون د څیړنو د انسجام د مرکزي کمېټې سربیره په هره پوهنځی کې د څیړونو فرعي کمېټې شتون لري چې د پوهنځي په چوکاټ کې خپل فعالیتونه پرمخ وړي او غړي یې د پوهنځی د استادانو څخه ټاکل کیږي. د پوهنتون او همدارنګه د پوهنځیو په کچه د څیړنو کمېټې د څیړونو اړوند بیلا بیل فعالیتونه پرمخ وړي.

 

لرلید (Vision)

شیخ زاید پوهنتون د څیړنې انسجام کمیټه دې ته ژمنه ده چې د نوي تکنالوژی په کارولو سره د طبیعي او اجتماعي علومو په برخه کې څېړنې، کشفیات، پرمختګونه او نوښتونه تر لوړې کچې پورې ورسوي.

 

ماموریت (Mission)

۱- په پوهنتون کې د علمي څېړنو د بهیر ګړندي کول.

۲- د څېړونکو لپاره د څېړنیزو مهارتونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کول.

۳- د څېړونکو د څېړنیزو فعالیتونو لپاره مالي اسانتیاوې برابرول.

۴- د علمې څېړنو د پایلو څخه د ګټې اخېستنې اسانتیاوې برابرول.

۵- د نورو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو د څېړنیزو کړنو په برخه کې د کادرنو ترمنځ اړیکې رامنځ ته کول.

 

موخې (Objectives)

  • د علمي کادر غړو لپاره د اسانتیاوو برابرول، تر څو په شیخ زاید پوهنتون کې د څېړنو بهیر ګړندی شي.
  • د هدف مندو علمي څېړنو لپاره په ځایي، ملي، سیمه ایزو او نړیوالو معیارونو برابر او د هیواد د اړتیاو په نظر کې نیولو سره د هغو څېړنو په شمول چې د علمي ترفیعاتو لپاره اجرا کیږي، د علمي کادرونو د مهارتونو د ودې او پرمختګ لوړول.
  • د علمي، مسلکي، اقتصادي، ټولنیزو او د ټولنې په وده  او پرمختګ کې د څیړنو له پایلو او لاسته راوړنو څخه ګټه اخېستل.
  • د څېړنو د ترسره کیدو څخه د مالي سرچینو لاسته راوړلو له امله د شیخ زاید پوهنتون خود کفاء کیدل.

د څېړنو انسجام کمېټې دندې

۱- په مختلفو ساحو کې د ټولنې د بسیا کېدنې او د علومو پراختیا په موخه د علمي څېړنو په کار وړل.

۲- په ځایي، ملي او نړیواله کچه د علمي او څېړنیزو کنفرانسونو په وړاندې کول کې د پوهنځیو سره په یاده برخه کې مرسته کول.

۳-  په بیلا بیلو ساحو کې د اړوند وزارتونو او موسساتو سره د پوهنځیو د علمي څېړنو د اړیکو تنظیمول.

۴- د څېړونو په برخه کې د پوهنتونونو د څېړنیزو مرکزونو او نورو ادارو ترمنځ د همکاریو پراخولی او پیاوړي کیدل.

۵- هغه علمي اثار چې د کال په اوږدو کې د پوهنتون په کچه د غوره اثارو او د لوړو زده کړو وزارت په معیارونو برابر وي د مکافاتو او ستایلو په موخه د کاندیدولو لپاره زمینه برابرول.

۶- د پوهنتون په ویب سایټ او ډیټابیس کې د څېړنو د څېړنیزو اثارو خپرول.

۷- د پوهنځیو د څېړنو کمېټو څخه د ګذارشونو غوښتل.

۸- علمي معاونیت ته د څېړنو انسجام کمېټې د کړنو ګذارش ورکول.

۹- د اړتیا په صورت کې د پوهنځیو د څېړنو کمېټو او استادانو لپاره د څېړنو د میتودولوژي کورسونو برابرول.

۱۰- د استادانو د ترفیع لپاره د څېړنیزو اثارو او پروپوزلونو (وړاندیزونو) ارزول.

 

د شیخ زاید پوهنتون د تحقیق امریت اړوند د څېړنو د انسجام کمېټې د دندو پورتنی لایحه د شیخ زاید پوهنتون د څېړنې کمټې په اتم (۸) نمبر پروتوکول او ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ نیټې غونډه کې ترتیب او صحت لري.

 

 

           پوهنمل محمد اسماعیل مقبل

      د شیخ زاید پوهنتون د څیړنو امر