د کرنې پوهنځي او پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې کادري بستونو لپاره تخصصي ازموینه واخيستل شوه.

szu_admin
Wed, Mar 05 2025 1:53 PM
ړړببیزېرلا

نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له پنځمې نيټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمه الله په تالار کې د شيخ زايد پوهنتون کرنې پوهنځي نباتاتو ساتنې څانګې یو بست او د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې څلورو کادري بستونو لپاره د تېرې ورځې ژبې ازموینې له بريالیو نوماندانو څخه د اړوندو برخو لپاره تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې په موخه نننۍ را ټولېدنه کې چې د پوهنتون تقرر او ترفېعاتو کمېټې غړو تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفېعاتو رياست څخه راغلي هیئت هم حضور درلود، د شیخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نور الله حسین خېل ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ازموینې طرزالعمل لنډ تشریح کړ او د ازموینې د پوره روڼتیا ډاډ یې ورکړ.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS