د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځیو محصلانو ته یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
Tue, Apr 29 2025 3:43 PM
رزذدرذال

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له لومړۍ نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت لخوا د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو محصلانو ته د عریضه لیکنې په اړه یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

په دغه ورکشاپ کې د عریضه پېژندنې، عریضه لیکنې، عریضې، د عریضو نمونې، جلب، احضار او د عریضې شرایطو په اړه هر اړخيز او ګټور معلومات ورکړل شول.

د شيخ زايد پوهنتون اداره تل هڅه کوي چې د خپلو باتجربه استادانو په مټ د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو د علمي کچې لوړاوي په موخه مختلف سیمينارونه او ورکشاپونه ترتيب او وړاندې کړي، ترڅو د محصلانو هغه ستونزې چې لري یې يا هم ممکن په راتلونکي کې ور سره مخامخ شي هواري شي.

ياد ورکشاپ د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل پاڅون مياخېل لخوا وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS