د علمي او محصلانو چارو مرستيالانو د لوړو زده کړو وزارت په انلاین کنفرانسونو کې ګډون وکړ.

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له لسمې نیټې سره برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نور الله حسین خېل او محصلانو چارو مرستيال پوهنيار مجاهد همت يار د لوړو زده کړو وزارت په دوو جلا کنفرانسونو کې، چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين شیخ ضیاء الرحمن اریوبي، محصلانو چارو معين شیخ عبد الله سیحان او د یو شمېر پوهنتونونو علمي او محصلانو چارو مسؤلينو هم ګډون کړی و.
په کنفرانسونو کې په یو شمېر بېلا بېلو موضوعاتو، ستونزو ته د حل لارو لټولو تر څنګ د پوهنتونونو تر منځ د لا همغږۍ په رامنځته کولو باندې خبرې وشوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت