د امر بالمعروف قانون د تنفیذ کمېټې غونډه ترسره کړه.

szu_admin
Sun, Jun 15 2025 3:09 PM
امربالمعروف کميټه

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جوزا مياشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۱۸مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د امر بالمعروف قانون د تنفيذ کمېټې غونډه د پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــ.ـقانـ.ي په مشرۍ تر سره شوه.

د پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقانـ.ـي د پیل په خبرو کې وويل؛ چې امر بالمعروف بايد په هغو طریقو تر سره شي چې تطبیق یې ژر او اسان وي، د امر بالمعروف مسؤلین داسې صفات بايد په ځان کې راولي چې د دعوت له ضروري لارو چارو سره پوره بلد وي او د دعوت په وخت کې د ځانګړي سیمې د خلکو له عادتونو سره هم بلد وي.

په غونډه کې د امربالمعروف قانون د ۲۲مې مادې ۱۸مې او ۱۹مې فقرو او متفرقه مسایلو باندې بحث ترسره او اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS