د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
Tue, Jun 24 2025 11:21 AM
ژورناليزم پوهنخي رررررررررورکشاپ

دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان میاشتې دویمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې له ۲۶مې نیټې سره یې سمون درلود، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د اول ټولګي محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه، په رسنیو کې تخنیکي وسایلو ته د برق وصل کولو تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، چې په لړ کې به یې په رسنیو کې تخنیکي وسایلو سره د بلدتیا، برق وصل کولو او برق کنترول پر لارو چارو عملي کار ترسره شي.

دغه ورکشاپ د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي اړوند د شیخ زاید راډیو نشراتو او تخنیک مسؤلینو لخوا وړاندې کېږي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د يادې راډيو مسؤلينو لخوا بېلا بېل روزنیر ورکشاپونه ورکړل شوي دي او په راتلونکي کې به هم دې ته ورته نور پروګرامونه دوام ولري.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS