د شيخ زايد پوهنتون دوو ماسټري برنامو لپاره ازموينه واخیستل شوه.

szu_admin
Sat, Aug 16 2025 9:15 AM
hhgjnmkjm

نن جمعه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد میاشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له ۲۱مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د دوو ماسټري برنامو(د جزا حقوق او جرم پېژندنه او پښتو ژبه او ادبیات) لپاره ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې پرانیست غونډې په مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون رهبري، د ازموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي او د شیخ زاید پوهنتون استادانو ګډون کړی و.

د قرآنکریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل راغلي پلاوي او د ازموینې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ، د یادو علمي برنامو په اړه لنډ معلومات ورکړل او ګډونوالو ته يې د ازموینې شفافیت په اړه ډاډ ورکړ.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS