د کابل طبي پوهنتون محصلانو د شيخ زايد پوهنتون له ځینو برخو څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
Thu, Nov 06 2025 12:56 PM
ذاددړړتنو

د کابل طبي پوهنتون (ابو علي ابن سینا) څخه شيخ زايد پوهنتون ته په علمي سفر راغلي د انسجام، نشراتو، دعوت او ارشاد آمرينو په ملتيا د محصلانو دېرش کسیزې ډلې د دې پوهنتون له بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې د شيخ زايد پوهننتو له طب پوهنځي، د ياد پوهنځي له لابراتوارونو او کتابتون، د تدریسي روغتون بېلا بېلو څانګو او لابراتوارونو، د پوهنتون عمومي کتابتون او معلوماتي ټکنالوژي مرکز څخه ليدنه وکړه، چې د اړوندو برخو مسؤلینو لخوا ورته اړین معلومات ورکړل شول.
د يادولو وړ ده چې د کابل طبي پوهنتون څخه شيخ زايد پوهنتون ته په علمي سفر راغلي د محصلانو ډله به په خپل دوه ورځني سفر کې د شیخ زاید پوهنتون د ځینو نورو علمي او تحقیقاتي  برخو څخه هم لیدنه وکړي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS