د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته خبري او مطبوعاتي تمثیلي کنفرانس وړاندې شو.
ن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۸مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه خبري او مطبوعاتي تمثیلي کنفرانس تر سره شو.
ياد کنفرانس کې د محصلانو له لوري په بېلا بېلو دیني، اقتصادي، ټولنيزو موضوعاتو باندې کټور او په زړه پورې معلومات وړاندې، د خبري او مطبوعاتي کنفرانس په ارزښت او اهمیت باندې خبرې او نظريات تبادله شول.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

